د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: پنځه تنه وسله وال ووژل شول


په لغمان ولایت کې د ګډو ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې پینځه تنه وسله وال وژل شوي.


د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل، چې د جمعې پر سهار وختي ځانګړو ګډو ځواکونو د الیشنګ ولسوالۍ په پایه خیلو سیمه کې د دولت د مخالفو وسله والو پر یوه پټن ځای عملیات ترسره کړي.

ځواک وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان عبدالمتين او د هغه څلور تنه نور ملګري وژل شوي،خو په خبره يې امنيتي ځواکونو ته په کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د یادو عملیاتو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG