د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تريتم کړو کسانو ۴۲۸ مقدمې روانې دي


وزارت داخله زياته کړې چې دغه مقدمو کې دا وخت درې سوه څلور سپريم کورټ، يوسل يو پيښور های کورټ ، دوه ويشت بلوچستان های کورټ ، يو سل څلوراويا سنده های کورټ او څوارلس لاهور های کورټ کې روانې دي ۔

د پاکستان وزات داخله د تریتم کړو کسانو په اړه تحريري ځواب کې سينيټ ته ويلي دي چې په ټول ملک کې د بې درکه کسانو يو زر څلور سوه اته ويشت مقدمې عدالتونو کې روانې دي۔


وزارت داخله زياته کړې چې دغه مقدمو کې دا وخت درې سوه څلور سپريم کورټ، يوسل يو پيښور های کورټ ، دوه ويشت بلوچستان های کورټ ، يو سل څلوراويا سنده های کورټ او څوارلس لاهور های کورټ کې روانې دي ۔

د وزارت داخله لخوا جمع کړې شوې تفصيل په اړه سينيټر سيده خالد مشال ريډيو ته وویل چې هغوی د وزارت داخله له ځوابه مطمئن نه دي او غواړي چې وزارت دې د بې درکه کسانو بشپړ تفصيلات وړاندې کړي.

" سېنېټ د صوبې او علاقې په سطح معلومات غواړي، او چې تفصيلات راشي نو بيا به فهرستونه هم غوښتلای شي چې کوم په څه وجه بې درکه شوې دې خو تر اوسه نه دې پيدا کړل شوي، دغه ټول تحقيق بي کولای شي او که په فلور پوره نه شو نو بيا به داخله کميټې ته ليږلای شي"

د وایس آف پريزنرز (بنديانو غږ) چيرمين وکيل نور عالم مشال ريډيو ته وويل چې عدالتونه د بې درکه کسانو پيدا کولو لپاره خپل برخه کردار ادا کوي خو په حکومتې سطح د دې لپاره قانون جوړول پکار دي، هغه زياته کړه.

"داسې قانون سازي نه چې کوم ايجنسو ته تحفظ ورکړي بلکې د ملک په سطح داسې قانون سازي پکار ده چې قانون ته پکې برې تر لاسه وي ، که چرته غريب وي او که مالداره که چرته مجرم وي او که بې ګناه وي چې هغوي عدالت ته په څلور ويشت ګهنټو کې عدالت ته وړاندې کړې شي"

د بې درکه کسانو راپيدا کولو لپاره کار کونکې آمنه مسعود جنجوعه وينا ده چې داخله وزارت دې د کيسونو شميره نه بلکه ټول ملک کې د بې درکه کسانو تفصيل پارليمان او عدالت ته وړاندې کړي.

"دې کې خو په هر کيس باندې ډير محنت کول پکار دي چې څوک عدالتونو ته يا د بشري حقونو تنظيم ته نه دي ورغلي دهغې هم تفصيل پکار دې ، سوات مسئله اوګورې هر کور کې څلور څلور پنځه پنځه کسان تسليم شوې دي او دا ټول امن کميټې ته تسليم شوې دي خو تر اوسه يي پته نه لګي چې چرته دي"

ياده دې وي چې سپريم کورټ دوه مقدمو کې حکومت ته د بې درکه کسانو راپيداکولو لپاره د اوو ورځو نيټه ورکړې ده او د اوو ورځو راهسې اسلام ډي چوک کې د بې درکي کسانو د خپلو خپلوانو دهرنا هم روانه ده ۔

ګزارش:ځلاند یوسفزی، اسلام اباد
XS
SM
MD
LG