د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سولې لپاره د منډیلا لاره '


په افغانستان کې یو شمېر مدني ټولنې او سازمانونه په جګړه کې له ښکیلو خواوو غواړي، څو په دې هېواد کې د سولې راوستو په برخه کې د نیلسن منډیلا لاره تعقیب کړي.

په افغانستان کې یو شمېر مدني ټولنې او سازمانونه په جګړه کې له ښکیلو خواوو غواړي، څو په دې هېواد کې د سولې راوستو په برخه کې د نیلسن منډیلا لاره تعقیب کړي.


سره له دې چې افغان دولت په هېواد کې د سولې راوستلو لپاره د تیرو څو کلونو راهیسې هڅې کوي، خو د یو شمېر مدني ټولنو او سازمانونو مسوولین وایي چې؛ یواځې حکومت نشي کولاې په هېواد کې سوله راولي.

د افغانستان د مبصرینو ټولنې مسوولین له ټولو خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو غواړي څو په هېواد کې د سولې راوستلو لپاره هغه افکار خپل کړي چې نیلسن منډیلا درلودل.

د دې ټولنې مشر ډاکټر کمال سادات د پنجشنبې په ورځ یوه خبري غونډه کې په جګړه کې له ښکیلو خواوو هم وغوښتل، څو د سولې راوستو په برخه کې هڅه وکړي.

نیلسن منډیلا د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر د تیرې پنجشنبې په ورځ د ور پيښې ناروغۍ له امله د پنځه نوی کلونو په عمر وفات شو.

منډیلا د اپاراټاید یا نژادي تبعیض پرضد د عمر تر پایه مبارزه کړې وه، هغه اوه ویشت کاله په زندان کې تیر کړي، خو په دې موده کې یې هم خپلې د عدم تشدد مبارزې ته دوام ورکړ.

ولسمشرکرزي هم په یوه خبرپاڼه کې منډیلا یو ستر انسان بللې او ویلې یې دي چې؛ هغه د اپارتایید یا نژادي تبعیض پرضد د عدم تشدد په برخه کې نړېوالو ته د سولې سبق ورکړ.

بل خوا په افغانستان کې هم یو شمېر کتونکي هم په دې هېواد د جګړې ختمولو په برخه کې د نیلسن منډیلا د لارې په تعقیبیدو ټینګار کوي.

د افغانستان د سیمه یېزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لیوال مشال راډیو ته وویل چې؛ افغانان هم کولای شي د جګړې د ختمولو لپاره د عدم تشدد یو غورځنګ رامنځ ته کړي.

ښاغلي لیوال وویل، په افغانستان او سیمه کې هم د نلسن منډیلا په شان د عدم تشدد مبارزین پخوا تیر شوي دي.

هغه د هند په ازادۍ کې مهاتما ګاندي او د پښتنونو په منځ کې د پاچاخان مبارزو ته اشاره وکړه.
XS
SM
MD
LG