د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان باید له خپلو وطنوالو سره نوې عمراني معایده وکړي'


سرمد علي د هايې کورټ وکيل دی. نوموړی په سر کې ليکې چې پاکستان له سياسي تشدد، ترهګري، له جرمونو او له خونړيو مرګ ژوبلو سره مخامخ دی.

د پاکستان د انګريزي ژبي ورځپاڼي ډيلي ټائمز کې سرمد علي ليکي، پاکستان له خپلو ښاريانو سره نوې عمراني معاهدې ته اړتيا لري.


سرمد علي د هايې کورټ وکيل دی. نوموړی په سر کې ليکې چې پاکستان له سياسي تشدد، ترهګري، له جرمونو او له خونړيو مرګ ژوبلو سره مخامخ دی.

د ده په خبره ډير خلک داسې شته چې له رياسته خپه دي چې ګواکې رياست د دوی په تحفظ کې ناکامه شوی دی.

د ليکوال په خبره ځينې کسان خو پاکستان بيا له سره يو ناکامه رياست ګڼي چې د ده په وينا دغه خبره ځينې وطنپالي په غوسه کوي.

خو سر مد علي په خبره کله چې يو رياست د عمراني معاهدې له مخه له خپلو ښاریانو سره په کړو وعدو پوره کولو کې ناکامه شي نو بيا ریاست خپل جواز او مشروعيت یا خو کمزوری کوي يا يې بيا له خطر سره مخامخوي.

نوموړی وايې، د بجلۍ کمي د موم بتيو، جنريټرانو او يا يو پي اېس سیسټم له لاري حل کولو څخه واخلي بيا خپل امنيت په ذاتي محافظانو تر خوندي کولو پوري دا هر څه دا په ډاګه کوي چې ګواکه رياست بې باوره شوی دی.

سرمد علي رياتوي، د پام وړ خبره داده چې پاکستان يو داسي ملک دی چې شتمن خلک د خپل خونديتوب او اړتياوو د پوره کولو لپاره واړه واړه رياستونه جوړولی شي او غريبان بيا رياست ته ور پريښودل شوي او رياست بيا دومري توان او وسائل نلري چې د خپلو دغو غريب ښاریانو مسئلې حل کړي او تحفظ ورکړي.

سر مد علي پخپل کالم کې ليکي، د حکومت کار ښه حکومت داري او بې د څه توپیره خلکو ته انصاف رسول دی خو د نوموړي په خبره په حقيقت کې دا کار تر سيمينارونو محدودی شوی دی او په کاغذونو کې موجود دی.

دلته ليکوال وايې، رياست خپل جواز او مشروعيت هغه وخت بيرته بحالولی شي کله چې د ولسي ستونزو د مخنوي لپاره غوره او منظمه منصوبه بندي وکړي.

خو دده په وينا دا کار هغه وخت کيدلی شي کله چې رياست خپلو خلکو ته په فیصله سازي کې ونډه ورکړي. هم دا شان په پارليمنټ کې د قانون جوړولو پر وخت بايد خلک په اعتماد کې واخستل شي.

په پای کې سرمد علي ليکي، د پاکستان هر ښاري د ژوند کولو حق لري او د داسي ژوند حق لري چې له پرله پسې ويري او خطر سره مخامخ نه وي.
XS
SM
MD
LG