د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضيا عبدالزي مشال راډیو ته ويلي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستې برید کړی، چې وروسته وسله واله نښته هم ترسره شوه.


نوموړی وايي،چې په دې نښته کې یو تن وسله وال وژل شوی او پینځه تنه نور يې زخميان شوی دي،د ده په خبره په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته په راستولي پیغام کې ویلي،چې د دې نښتې په ترڅ کې د دوی یو ملګری وژل شوی او شپږ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG