د لاسرسي ځای

ملنګ اوستاز وایي د اورګاډي د پټلۍ دا غاړه نه یوازې د کراچۍ بلکې د سند په ټوله صوبه کې د پښتنو سازیانو د مرکز په توګه نوم لري

په کراچۍ ښار کې د پښتنو تر ټولو پخوانۍ او ګڼ میشتې سېمې کیماړۍ یوې څنډې ته د اورګاډي د پټلۍ پر غاړه د پښتنو سازیانو یو شمیر دېرې دي. د پټلۍ څخه څو فوټه ژورو او زړو دې دیرو کې زیاتره پښتانه هنرمندان ژوند تیروي او دا ځایونه د خپلو کسبي مرکزونو په څېر کاروي.


سپین ږیرې تبله نواز ملنګ استاز له تېرو ۳۷ کلونو د پټلې دې غاړې ته د موسیقۍ دوکان ګی یا ددوي په اصطلاح دیره لري. د هغه سره په دې ځایې کې د موسیقۍ د نورو الو غږونکي هنرمندان هم وي.

''د ۱۹۷۷ ز کال راهسې د پاټلې په غاړه دا دیرې ابادې ابادي . په دې کې د رخسار استاز،ډومبا،وصال،قماش خان،چاړه،عارف استاز او نورې دیرې مشهورې دي . په اولو کلنو کې به ما او انور استاز دلته میشتو عیسایي مذهبه خلکو ته د موسیقۍ د زده کولو چل ښودلو . بیا روسته په ورو ورو پښتانه هنرمندان هم دې شعبې ته راغلل،او اوس تاسو وینۍ چې دلته یو شمیر د موسیقارانو دیرې ودانې دي"

ملنګ اوستاز وایي د اورګاډي د پټلۍ دا غاړه نه یوازې د کراچۍ بلکې د سند په ټوله صوبه کې د پښتنو سازیانو د مرکز په توګه نوم لري او په ښادیو او ودونو کې پښتانه د ډولکي،باجې،سورنا،تبلې، رباب او ستار له هنرمندانو سره د اړیکي لپاره د پټلې پر غاړه ابادو دې ځایونو ته ورځي:

"د کراچۍ زیاتره پښتانه په ودونو او ښادیو کې د رباب، ډول او د ټپې چاربېتې د اوریدو شوقین دي، له دې نه علاوه د سند صوبې په نورو ښارونو سکر، شکارپور، مېرپورخاص، حیدراباد او نور ځایونو کې هم بلها پښتانه له مودو مودو راهسې اوسیږي، هغوی هم چې کله ودونه کوي نو له دغو ځایونو څخه د پښتنو سازیانو د بیولو لپاره د اټلې په غاړه ابادو دې دېرو ته راځي او بیا موږ دله هغوۍ سره ځو"

د سوات د مټې د سېمې زلمی سندغاړی سلمان ګلزار د یو بل هنرمند رخساراستاز په دیره کې استوګن دی . هغه وایي د سندرو زمزمه کولو ترڅنګ هارمونیم او رباب غږول هم ورته زده دي . د نوموړي په خبره ددوي دېرو ته یو شمیر ځوانان د موسیقۍ د الو د زده کړې لپاره هم ورځي.

"زما سره ۱۵ شاګردان دي ، دوي کې زیاتره هارمونیم او د رباب زده کړه کوي . موسیقي ګران هنر دی او ژوند ددې د زده کړې لپاره ډېر کم دی . بیا هم زما شاګردانو کې چا لږه او چا ډېره زده کړه کړې ده"

سلمان ګلزار وایي د کراچۍ خلک نه یوازې د پښتو ساز او اهنګ سره مینه لري بلکې دوي سندرغاړو او سازیانو ته هم په درنه سترګه ګوري.

''یو خو خلک زموږ عزت کوي بل د ودونو او ښادیو نه علاوه دلته نورې موقعې هم موږ ته میلاویږي،چونکې کراچۍ لوي ښار دی او دلته د میډیا مرکزونه هم دي نو موږ اکثر په ټي وي چینلونو باندې د پښتو موسیقۍ د غږولو لپاره بلل کیږو او ښه معاوضه هم راته میلاویږي."

د یوې بلې دېرې استوګن قماش خان وایي دې د ډول د غږولو هنر پیژني . د هغه په وینا د یکشنبې په ورځ او یا هم د نورو رختصیو په ورځ دده روزګار ډېر ښه وي .

"دلته موږ سره نزدې د سمندر غاړه ده ، د سیل ځایې دی ، کلفټن ورته وایي . دلته د چوټۍ په ورځو پښتانه د سمندر غاړې ته اتڼونه کوي هغوي ته د ډولکي وهلو لپاره زموږ ددې دېرو نه هنرمندان ورځي"

د پټلۍ د غاړې په دېرو کې میشت هنرمندان وایي دوي له خپل روزګار څخه خوشاله دي،ځکه چې په دې روزګار کې له یوې خوا له دوی د موسیقۍ سره د مینې تنده ماتیږي او له بلې خوا ددې کسب په مټ دوي د خپلو کورنیو لپاره دوه وخته ډوډۍ هم برابروي.

XS
SM
MD
LG