د لاسرسي ځای

امنيتي تړون بايد د باوري اړيکو اساس وګرځي: افغان سفير


په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي د مشال راډیو له خبریال احمد شا اعظمي سره د مرکې پر مهال

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي د مشال راډیو له خبریال احمد شا اعظمي سره د مرکې پر مهال

په امريکا کې افغان سفير اکليل حکيمي وايي چې له امريکا سره پر باور ولاړې اړيکې غواړي او هيله څرګندوي چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتی تړون د دا ډول اړيکو اساس ګرځېدای شي. نوموړی زياتوي چې د ولسمشر کرزي لخوا امريکا ته اېښودل شوي شرطونه د لويې جرګې د سپارښتنو استازيتوب کوي.

په امريکا کې افغان سفير اکليل حکيمي وايي چې له امريکا سره پر باور ولاړې اړيکې غواړي او هيله څرګندوي چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتی تړون د دا ډول اړيکو اساس ګرځېدای شي. نوموړی زياتوي چې د ولسمشر کرزي لخوا امريکا ته اېښودل شوي شرطونه د لويې جرګې د سپارښتنو استازيتوب کوي. له ښاغلي حکيمی سره په واشنګټن کې د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي مرکه کړې چې تاسو يې لاندې لوستلای او اورېدلای شئ.





پوښتنه: افغانستان او امريکا پر دوه اړخيزه امنيتي تړون بحث کوي او په لومړي سر کې تاسو د افغان ډلې مشري کوله. له امريکايانو سره د خبرو اترو پر مهال د اختلاف مهم ټکي څه ول؟

ځواب: پر يوه موضوع چې خبرې کيږي نو طبعي ده چې اختلافات مخ ته راځي. خو د اختلافي ټکو د حل بايد داسې لارې را واېستل شي چې د ښکېلو خواو ګټې پکې خوندي شي. له لومړۍ ورځې راهيسې، چې موږ له امريکا سره پر امنيتي تړون خبرې پيل کړي دي، په هر پړاو مو هڅه کړې چې يو ګډ اساس پيدا کړو.

موږ د دوو خپلواکه هېوادونو په څېر له يوه بل سره خبرې کړې دي. دواړو خواوو هڅه کړې چې خپلې خپلې ګټې خوندي کړي. د خبرو لپاره د شريکو اساسي ټکو پيدا کولو ته په ډپلوماسۍ کې د يوه فن په توګه کتل کيږي. موږ په دې کې بريالي شو چې د تړون په اړه ليکل شويو د ۳۰ صفحو سند پر شاوخوا ټولو مادو سره سلا شو. موږ چې کله، څه موده وړاندې، پر امنيتي تړون د خبرو پروسه د نوي کاري ټيم په لاسو کې ورکوله، يوازې پينځه نکتې وې چې بايد نورې خبرې پرې شوي وای. دغو موضوعاتو له پالېسۍ سره تړاو درلود او نوي مرکچيان هم بريالي شول چې د حل لارې ورته پيدا کړي. لنډه دا چې موږ ټولې اختلافي نکتې حل کړي او باوري يو چې د امنيتي تړون سند د دواړو هېوادو ګټې تظمينوي.

پوښتنه: افغان مشورتي لويې جرګې دوه اړخيزه امنيتي تړون ومنی. ځيني کسان د ولسمشر کرزي لخوا د تړون لاسليکولو لپاره د شرطونو اېښودلو په اړه پوښتنې را ولاړي کړي دي. تاسو دا ډول نيوکو ته څه ځواب ورکوئ.

ځواب: ولسمشر کرزي چې امريکا ته کوم شرطونه ايښي دي، دا هغه څه دي چې د مشورتي لوی جرګې لخوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې يې څرک مالوميږي. لويې جرګې هم په خپلو وړانديزونو کې په افغانستان کې د سولې او امنيت او د افغانانو پر کورونو د بهرنيو ځواکونو د حملو بندېدلو پر خبرو ټينګار وکړ. د افغانانو پر کورونو د چاپو مساله موږ په خپلو خبرو کې څېړلې او د امنيتي تړون د مسودې دريمه ماده په ځانګړې توګه د همدغه موضوع په اړه ده. ولسمشر اوباما په همدې لړ کې موږ ته يو مکتوب و لېږه، چې موږ له مسودې سره د تړلي يوه سند په توګه ساتلی دی. اوس چې موږ څه وايو هغه دا دي چې بايد د مسودې وړانديزونه عملي کېدل پيل شي. نو دا کومه نوې خبره نه ده او نه هم د چا شخصي ګټې تظمينوي. دا د قامي ګټو مساله ده چې موږ د خپلو خلکو د غوښتنو پر اساس راپورته کړې ده.

زه به غواړم چې د افغانستان د سولې له عالي شوری او له خپلو نړيوالو متحدانو څخه مننه وکړم چې د دغو خبرو پر مهال يې له موږ سره مرسته کړې ده. موږ د امن لپاره بلها هڅې او تيارۍ وکړې او اوس غواړو چې يوې نتيجې ته ورسيږو. موږ په دې باور يو چې د ښو پايلو مخې ته راتللو لپاره په ګډه کار کولای شو. زه بيا هم وايم چې په افغانستان کې د سولې راتګ د دې هېواد د خلکو غوښتنه ده.

پوښتنه: په داسي حال کې چې امنيتي تړون لا نه دی لاسليک شوی، تر ۲۰۱۴م کال وروسته د امريکا او افغانستان تر منځ تاسو څنګه همکاري ليدل غواړئ؟


ځواب: داسې يو تعلق چې پر دوه اړخيزه اعتماد ولاړ وي او په ترڅ کې يې موږ وکولای شو مخکې تګ وکړو. موږ فکر کوو چې د امنيتي تړون سند به دغه ډول اړيکو جوړولو ته زمينه برابر کړي. داسې اړيکې چې د وخت پر تېرېدو لا ډېرې پراخې شي. پر مخ ولاړې شي او نورې پخې شي چې دا ډول د همکارۍ يو بل پړاو ته وغځيږي. نو امنيتي تړون د دې تعلق اساس کېدای شي.


پوښتنه: په تیرو دوولس کلونو کې د امريکا او افغانستان اړيکې تاسو څنګه ارزوئ؟

ځواب: موږ د تېرو شاوخوا دولس کلونو په موده کې د يو شريک مرام او ګډو اقدارو تر لاسه کولو لپاره له يو بل سره اوږه په اوږه درېدلي يو. همدغه اقدار موږ له يو بل سره نښلوي. موږ باوري يو چې په راتلونکي کې به هم د خپلو شريکو اهدافو تر لاسه کولو لپاره په ګډه کار وکړو لکه څنګه چې موږ په تيرو ډيرو کلونو کې کړی دی


پوښتنه: د ۲۰۰۱م کال راهيسې افغانستان د پرمختګ پر لور سفر کړی دی. د افغانستان راتلونکی څه ننګونې لري؟

ځواب: د نن په افغانستان کې تاسو هغه د پام وړ بدلونونه ليدای شې چې دغه هېواد په تېرو کلونو کې په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې کړي دي. آن دا چې د امنيت په برخه کې موږ بېخي ډېر پرمختګ کړی دی. اوس موږ داسې امنيتي ځواکونه لرو چې موږ پرې وياړو. خو موږ لا اوس هم له ترهګرۍ او مخدره موادو سره د مبارزې او ښې حکومتدارۍ مخې ته راوړلو په برخو کې ننګونې لرو او تر راتلونکي څه وخت پورې به ورسره مخامخ يو.


پوښتنه: افغان ولسمشر هر وخت وايي چې که امريکا او پاکستان وغواړي په افغانستان کې امن راتلای شي. ستاسو په فکر واشنګټن او اسلام اباد له کابل سره د سولې په راوستو کې څه ډول مرسته کولای شي؟

ځواب: که چيرې موږ په صادقانه توګه عمل وکړو او پر مخ لاړ شو، زم باوري يم چې ډېر څه تر لاسه کولای شو. موږ ګورو چې پاکستان له يوې مودې راهيسې د افغانستان د روغې جوړې له پروسې سره د مرستې ژمنې کوي، خو موږ غواړو د دغو همکاريو د عملي کېدلو شاهدان و اوسو. که موږ چيرې يو بل ته لاس ورکړو نو هغه څه چې غواړو يې، تر لاسه کولای شو. خو د داسې کېدلو لپاره اولنی شرط د افغانانو له افغانانو سره د خبرو زمينه برابرول دي. له همدې لارې موږ کولای شو د روغې جوړې خبرې پر مخ بوځو.


پوښتنه: افغان حکومت زياتره وخت ادعا کوي چې د وسله والو پټن ځايونه په پاکستان کې دي او امريکا بايد هلته جګړه وکړي. د کابل د دا ډول غوښتنو په ځواب کې د واشنګټن ځواب څه وي؟

ځواب: دا يوه له مهمو موضوعاتو څخه ده. موږ پر دې خبرې کړي چې ترهګر له افغانستانه د باندې مرستې تر لاسه کوي. که څه هم د دې مسالې د حل لپاره موږ يو ميکانېزم هم جوړ کړی دی، خو دغه ستونزه لا هم پر خپل ځای پاته ده. موږ هيله من یو چې د دغې مسالې د حل پر موخه نور کار هم وکړو او په اصلي معنو کې يو بدلون رامنځ ته کړو، خو موږ لا هم دغسې يوه مقام ته نه يو رسېدلي.
XS
SM
MD
LG