د لاسرسي ځای

تازه خبر

"یو نیم میلیون افغانان په نشو روږدي دي"



د ای ان ال INL په نامه د یوې موسسې سروې ښایي چې یو میلیون او شپږ لکه کسان په افغانستان کې په نشو روږدي دي.


په دې سروې کې د معتادو ښځو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د دوه زره نهم میلادي کال د سروې له مخې دوه نیم لکه ښځې او ماشومان په افغانستان کې په نشه یې توکیو روږد دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مرستیال ابراهیم ازهر په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

''په دوه زره دولسم میلادي کال کې د امریکا د سفارت مربوط د آی ان ال ادارې یوه بله سروې و کړه، چې تر اوسه نه ده بشپړه شوې خو لومړني راپورونه وایي چې په افغانستان کې تر یو میلون او شپږ لکه کسانو پوري په مخدره موادو روږدي دي."

دا سروې د امریکا د سفارت مربوط د آی ان ال یا له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د قانون د تنفیذ ادارې په دوه زره دولسم میلادي کال کې کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG