د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ ته د ۷۰۷ تریتم کړو کسانو لیسټ وسپارل شو


پېښور های کورټ ته د ۷۰۷ تریتم کړو کسانو لیسټ وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00

پېښور های کورټ ته د ۷۰۷ تریتم کړو کسانو لیسټ وسپارل شو

د ورک کړل شوی کسانو د لټون لپاره ګمارل شوي ځانګړي ځواک خپل راپور عدالت ته وړاندې کړ، چې پکې په بېلا بېلو حراستي مرکزونو کې د ۷۰۷ کسانو د ساتلو پخلی شوی دی.


په پېښور های کورټ کې د تريتم کړیو کسانو د مقدمې اورېدو پرمهال یو څرګند پرمختګ مخې ته راغلی دی.


د ورک کړل شوی کسانو د لټون لپاره ګمارل شوي ځانګړي ځواک (ټاسک فورس) خپل راپور عدالت ته وړاندې کړ، چې پکې په بېلا بېلو حراستي مرکزونو کې د ۷۰۷ کسانو د ساتلو پخلی شوی دی.

دغه راپور سرکاري وکېل مزمل خان د ګل پر ورځ په پېښور های کورټ کې په جسټس فصیح الملک او جسټس اغلې مسرت هلالي مشتمل ډویژنل جرګګۍ ( بېنچ) ته وړاندې کړ. دی زیاتوي چې د تريتم کړیو کسانو لپاره ځانګړی ځواک به په راتلونکو ورځو کې د عدالت په راروانو اورېدوو کې یو مهمم پرمختګ رامنځ ته کړي-

نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

"۶۴ تريتم کړي کسان د قبایيلی سیمو حراستي مرکزونو ته لیږدول شوي دي، او ۴۴۳ په بندوستي سیمو کې د سوات ملاکنډ، کوهاټ او حراستي مرکزونو ته لېږدول شوي دي، دا وفاقي ځانګړی ځواک د های کورټ او سپریم کورټ په امر جوړ کړل شوی دی چی د تريتم کړیو کسانو د موندلو لپاره یې د یو کمیشن جوړولو غږ کړی وو، نو دغه ځانګړي ځواک خپلې هڅې وکړې او د حراستي مرکزونو لیسټونه یې راټول کړل او موږ عدالت ته وړاندې کړل"

خو په پېښور های کورټ کې یو بل سرکاری وکيل اقبال مومند بیا له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې، دوه کاله وړاندې هم دوی داسې یو راپور های کورټ ته وړاندې کړی وو او د هغې له مخې ۶۰۸ کسان بېلا بېلو حراستي مرکزونو ته لېږدول شوي وو.

"له ننه دوه کاله وړاندې موږ د ۶۰۸ کسانو نوملړ های کورټ ته ورکړی وو چې هغوی یې په سوات او ملاکنډ کې بېلابېلو حراستي مرکزونو کې ساتلي دي، دغه رنګ په قباييلی سیمو کې هم حراستی مرکزونه دي، لکه په غلنۍ، لنډی کوتل او وزیرستان کې چې پکې د امنیتي ځواکونو هېډکوارټرې هم د حراستي مرکزونو په توګه کارول کېږي، او دې کې هېڅ شک نشته چی ډیر تريتم کړل شوي کسان په دې مرکزونو کې ساتل شوي دي"

په پېښور های کورټ کې د تريتم کړیو کسانو د روانې مقدمې اورونه د۲۰۱۴ م کال تر ۱۴مې جنورۍ پورې وځنډول شوه-
XS
SM
MD
LG