د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د عمران خان ځوانانو ته نړۍ توره سپینه ښکاري، بل رنګ نه پېژني'


ډاکتر تیمور رحمان د مقالې په پیل کې د پخواني یوناني فلسفي ارستو خبره نقل کړې ده. ارستو ویلي ول چې ((د ځوانانو ناسم کار تل د انتها او مبالغې له کبله وي.))

سرچینه: ډېلي ټایمز
لیکوال: ډاکتر تیمور رحمان


ډاکتر تیمور رحمان د مقالې په پیل کې د پخواني یوناني فلسفي ارستو خبره نقل کړې ده. ارستو ویلي ول چې ((د ځوانانو ناسم کار تل د انتها او مبالغې له کبله وي.))


ډاکتر رحمان وايي، ارستو ویل غوښتل چې د ځوانۍ عمر د افراطیت یا انتها عمر وي. د ارستو مطلب دا وو چې په ځوانانو کې د پوهې او تجربې کموالی د دې لامل کېږي چې هغه په ړندو سترګو پر یو شي باور پیدا کوي او یوه نظر ته، یوه فکر ته ځان په بشپړه توګه وروقفوي. او د دې کار له کبله ځوانان، د نورو ټولو خلکو منطقي خبرې نه مني.

تیمور رحمان وايي، دا شی پر یو وخت هم ډېر ښه ارزښت لري او هم تر ټولو لویه ناکامي.

دی وايي، دا تر ټولو لوی ارزښت ځکه دی چې په ړندو سترګو باور، سړی په ریښتیني ډول د یوه کار، یوې موخې او یا نظریې معتقدوي. او یو ځل چې سړی په یوې نظریې سم باوري شي نو بیا هر ډول هڅې کوي، قربانۍ ورکوي او مشکلات ګالي.

پر ساده خبرو، سرسري نظریو د سم باور له کبله ځوانان ډېره انرژي لري، ډېر څپاند او رپاند وي، ډېر متحرکه وي او خپل کار ته سم وفاداره وي.

ډاکتر رحمان وايي، ړنده عقیده د ځوانانو تر ټولو لویه ناکامي هم ده. د ده په خبره، یو سړی چې داسې عقیده ولري نو هر څه ورته تور و سپین ښکاري. مانا دا چې نورې خبرې، نور نظرونه او نور فکرونه نه مني. د ده له پاره یو شی یا ښه وي او یا بد.

د داسې ډول خلکو په لار کې، فکر کې او نظر کې هیڅ خرابي نه وي، او د مخالفانو نظر یې هیڅ ارزښت یا ښه والی نه لري.

د انتها ښکار ځوانان یوه اوسطه یا منځنۍ لار نه پېژني. همدا راز، که دوی چېرې خپل نظر بدل هم کړي، نو د بلې انتها ښکار شي. دا بل افراطي فکر بیا د دوی نوی ارزښت یا قدر وي.

تیمور رحمان کاږي، په دې ترځ کې تر ټولو مشکل کار د ځوانانو له افراطیته یا انتها اوښتل او هر شي ته په هغه ډول کتل دي چې څنګه ښکاري، نه دا چې څنګه چې د دوی زړه غواړي نو هسې دې ورته هر شی ښکاره شي.

په بله مانا، تر ټولو لوی مشکل دا دی چې افراطي ځوانان نړۍ ته د تور و سپین پر ځای، د رنګینې نړۍ په سترګه وګوري. یانې یوازې د سم و ناسم او ښه و خراب په دایره کې بند پاتې نشي، بلکې له نورو فکرونو او نظریو او نورو لارو چارو خبر شي او پر هغو پوه شي.

ډاکتر تیمور رحمان د پاکستان تحریک انصاف د ځوانانو د افراطیت مثال ورکوي. دی وايي، د دې ځوانانو لپاره عمران خان تل صحیح دی. نو که عمران خان کله تېروتنه وکړي نو د تحریک انصاف ځوانانو ته دا ناممکنه وي چې و یې مني.

دوی په دې صورت کې دا خپل فرض ګڼي چې د عمران خان د هر کار او هر ګام دفاع وکړي. د دې دفاع پر وخت چې کله هم د عمران خان د ګوند د ځوانانو دلیل او منطق پای ته ورسي، نو هغوی ښکنځلې پیل کړي.

ډاکتر تیمور رحمان د مقالې په پای کې د دې افراطیت نیلې یا جرړې د پاکستان په تعلیمي نظام کې ګوري. دی وايي، په دې هیواد کې تعلیمي نظام خړ پړ او غیر عاقلانه دی.

دی زیاتوي، دا د خپګان خبره ده چې د تعلیمي نظام ناسموالي او د زده کوونکو د سیاسي نظر او رویې د روزنې نشتوالي له کبله، ځوانان په یوه دایره کې دي. دا ځوانان له یوې انتها بلې ته اوړي، او له بلې انتها پسې وربلې ته.
XS
SM
MD
LG