د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان- امریکا د تړون ځنډیدل اندېښې زیاتوي


د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وایي، د امریکا ولسمشربرک اوباما په جنوبي افریقا کې له افغان ولسمشرحامد کرزي سره یواځې روغبړوکړ او له هغه سره د خبرو لپاره هغه ځای مناسب نه و.


دواړه ولسمشران د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر نېلسن منډېلا یاد ته په دغونډه کې د ګډون لپاره جوهانسبورګ ته تللي ول.

افغان ولسمشر د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک کولو ډډه کړې او د هغه لپاره ځینې شرایط وړاندې کړې دي.

په عین حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډوبینز وایي، د امنیتي تړون په لاسلیک کېدو کې ځنډ به اندیښنې زیاتې کړي او هم به د افغانستان پر اقتصادي چارو منفي اغیز وکړي.

ډبینز پرون د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په څرګندونو کې دغه راز وویل چې؛ متحده ایالات هیله من دی چې هند به افغان ولسمشر د دې تړون لاسلیک کېدو ته وهڅوي.

هغه زیاته کړه، هند ته چې له افغانستان سره ښه اړیکې لري او افغان ولسمشر هم د دې هېواد ډیر احترام کوي، د هغه نژدې کتنه هلته سفر به د دغه تړون د ملاتړ لپاره یوه زمینه برابره کړي، ځکه د ډوبینر په وینا له ایران پرته د سیمې نورو ټولو هېوادونو له کرزي څخه غوښتي دي چې؛ دغه تړون لاسلیک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG