د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: نمل پوهنتون کې د افغان زدکوونکو ستونځې


نمل پوهنتون
نمل پوهنتون

په نمل پوهنتون کې یو افغان زدکوونکي احسان محمودي مشال راډيو ته وويل چې په هاسټل کې د استوګنځي نه ميلاويدو له وجې یې زيات وخت په تګ راتګ ضائع کيږي.

د اسلام آباد نېشنل نمل پوهنتون (يونيورسټي آف ماډرن لينګوجز) کې افغان طالبعلمان وايي چې په هاسټل کې د ځای نشتوالي له وجې بهر د کرايې په ځايونو کې ژوند کوي چې له وجې يې په تعليمي هلو ځلو بد اثر غورځيږي.


په نمل پوهنتون کې یو افغان زدکوونکي احسان محمودي مشال راډيو ته وويل چې په هاسټل کې د استوګنځي نه ميلاويدو له وجې یې زيات وخت په تګ راتګ ضائع کيږي او له هاسټله بهر ژوند کولو له وجې اکثره له مالي مشکلاتو سره مخامخېږي:

" هلکانو ته يواځنۍ غټه ستونځه د هاسټل نيشتوالی دی، هاسټل ته درخواست نه شي کولای، دلته شرائط ډير سخت دي، که هاسټل ته درخواست کوو نو څلور پنځه واسطې به راګورو، د ځنو هلکانو پوهنتون اسلام آباد کې دی او هاسټلې يي په راولپنډۍ کې دي، د ګراني له وجې يا د سيکورټې له وجې چې دا سيمه حساسه ده نو دلته موږ ته په اسلام آباد کې هېڅوک ځای نه راکوي"

د نمل پوهنتون د زدکوونکو چارو مسئول تاج محمد وايي چې د پوهنتون په هاسټل کې افغان طاب علمانو ته د ځای ورکولو پابند نه دي، ځکه چې د دواړو ملکونو تر مينځه د معاهدې په وخت هغوی دا خبره په ډاګه کړې وه چې افغان طلب علمانو ته ځای نه شي ورکولای:

" موږ سره په هاسټلو کې ځای هم نشته خو بيا هم موږ څومره چې ګنجائش وي دوه درې افغان زدکوونکو ته ځای ورکوؤ، موږ وايو چې دوی ميلمانه دي، موږ په دوی فخر کوؤ خو دا وخت په هاسټل کې د پاکستانیو طالبعلمانو لپاره هم ځای نه لرو"

اسلام آباد کې د افغان سفارت فرهنګي چارو او افغان طالب علمانو مسئول نقيب الله مشال ريډيو ته وويل، هغوي مني چې افغان زدکوونکي ستونځې لري، د هاسټل او دغه شان نورو ستونځو حلولو لپاره هغوی کوششونه هم کوي:

" زه پخپله ورغلم له ډاۍريکټر سره مې خبرې وکړې، هغه ما ته وويل، کوم زدکونکي چې دلته راځي، نه تنها افغان بلکې د نورو خارجي ملکونو والا او پاکستانيانو ته هم دلته ځای ورکوؤ خو هاسټل کې دومره ځای نه لرو چې ټول پکې واوسيږي، نو د دې په مقابل کې چې کوم سکالر شپ واله طالبعلمان وي هغوی ته پيسې ورکوؤ "

د پام وړ د چې د پاکستان حکومت د وينا تر مخه د دوه زرو څخه زيات افغان طالب علمان د وزير اعظم د سکالر شپ د منصوبې څخه ګټه پورته کوي او په تيرو دريو لسيځو کې د ديرشو زرو څخه زيات افغان طالب علمانو پاکستان کې اوچت تعليمونه ځاصل کړې دي.

د ځلاند یوسفزي ګزارش
XS
SM
MD
LG