د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپلې مسلې پخپله حل کوو


په کورمه ایجنسی کې آل کرم ټیچر ویلفیير سوسائيټی په نامه باندې یو تنظیم د تیرو څو کالو راهیسې د تعلیم په لړ کې د سیمې خلکو مرسته کوی.

دغه تنظیم تیر ۲۰۱۲ کال د مئي میاشت په ۲۰ نیټې جوړ شوېدې چې پکې د سیمې په کچه د یو شمیر سرکاري او پرائیوټ سکولونو استاذان شامل دي.

د تنظیم مشر ګل ربی مشال ریډیو ته وايي چې دلته په سیمه کې تعلیمې هلې ځلې ښې ندي نو ځکه دوی دغه تنظیم جوړ کړو او اوس دوی له خپله وسه سره سم د سیمې د خلکو خدمت کوی:

(( دلته په سیمه کې د شیعه سنی ترمنځ او داسې نورو شخړو په وجه د سیمې ټولې تعلیمې ادارې تړلې شوی وې نو ددې له امله د ماشومان تعلیمې هلو ځلو ته ډیر زیان ورسید نو موږ دا محسوسه کړه چې ددوی مرسته وکړو چې راراون وخت یي ښه شي))
نوموړې زیاتوي چې په سیمه کې د بد امنۍله وجې ولس سخت متاثره شوېدې او خلک نشي کولظ چې د خپلو ماشومانو تعلیمې هلې ځلې جاري وساتې.
د تنظیم جنرل سیکتر محمد اسحاق بیا وايي چې په سیمه کې دوی تعلیمې کمپائین وچلاولو ، چی له وجی یي ماشومان او د هغوي کورنۍ د تعلیم د اهمیت نه خبر شوي دي، او زیاتوي د سیمې خلکو سره د مرستو دغه سلسله به دوی په راراوان وخت کې هم جاری ساتي،

((موږ تقریبا ۴۰۰ د نهم او لسم ماشومانو ته مفت ټیوشن ورکړو او بله دا چې موږ د ۶۰ یتیمانو ماشومانو د تعلیم ذمه په خپل سر واخستله. موږ سره په دی کې چا هم مرسته ندی کړی خو په خپله راغونډ شو او ددې لپاره مو چنده وکړه))
د ملانې سیمې محمد خلیل وايي چې موږ تعلیم غواړو او د تنظیم لخوا دوی سره د دې مرستو له وجط یو ښه بدلون راغلۍ .

((دغه تنظیم په علاقه کې ډیر د خیر ښګړې کارونه کړیدي، خو تر ټولو لویه ګټه یي ماشومانو ته ټیوشن ده، ځکه مونږ د ټیوشن وس نه لرو))
د آل کورم ټیچر ویلفئیر سوسائیټي دغه تنظیم نه یواځې د تعلیم په میدان کې د خلکو مرسته کوي بلکې په سیمه کې غیر نصابی سرګرمیانې هم جاری ساتلې دي.
د تنظیم یو بل غړې دلاور خان مشال ریډیو ته ووئیل چې موږ په سیمه کې هر کال د پرائیوټ او سرکاری سکولوتو ترمینځ د لوبو میلې هم جوړو، چې مقصد یې د سیمې ماشومانو ته تفریح موقعې ورکول وي.

نوموړی زیاته کړه دوی کوشش کوي، د خلکو نورو مسلو ته هم پام وکړي.
(( چې کله په سیمه داسې بده پیښه مخې ته راځي، نو زموږ په هسپتالونه کې د وینې جمع کولو لپاره ثه انتظام نیشته نو موږ سره ۱۸۰ کسانو اندراج شوېدې، څوک چې بیا د ضرورت په وخت وینا ورکوي. او په سیمه کې د تلیسیمیا د مریضانو هم مرسته کوو))
د تنظیم غړی دلاور خان وايي ددوی غوندې که نور خلک هم راوځي، نو د تعلیم سره سره د سیمې نورې مسلې هم حل کیدلۍ شي.

XS
SM
MD
LG