د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې بلدیاتي انتخابات تر سره شول



کوټه : د پاکستان په بلوچستان صوبه کی تر ټولو صوبو له مخه هم نن د خالي یا شنبې په ورځ انتخابات روان دي. د صوبې امنيتي چارواکي او د الیکشن کميشن پاکستان چارواکي وايي ټولې تیاریاني يې مکملي کړي دي، او د سهار له اتو بجو په ټولو سیمو کې رايې اچوونې پېل شوې دي.


د بلوچستان په ټولو دوه دېرشو ضلعو کې هم نن د شنبې په سهار د بلدياتي انتخاباتو لپاره رايې اچوونې پېل شوې، چې د پاکستان په وخت تر پنځو بجو پورې به دوام لري. په ټوله صوبه کې په سرکاري توګه هم نن د رخصتۍ اعلان شوی، تر څو ټول ولس په اسانۍ سره خپلې رايې وکاروي. د بلوچستان شاوخوا ټولو ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو په شمول د هیواد ټولو لویو سیاسي ګوندونو په دې بلدياتي انتخاباتو کې ګډون کړی او خپل کانديدان يې درولي دي.

د صوبې د امنيتي چارواکو په خبره د ښه امنيت لپاره يې د پنځه دېرش زره په شاوخوا کې امنيتي سرتېري چې ملیشه ځواکونه، پولیس، بلوچستان کانسټيبلري او لیوي په کې شامل دي، د امنيت لپاره ګومارل شوي دي. د الیکشن کميشن پاکستان سیکريټري اشتیاق احمد د جمعې په ماښام د کوټې په هوايي ډګر له رسنوالو سره په خبرو کې وویل ، (( د بلوچستان حکومت او ولس ته بايد مبارکي ورکړل شي، چې تر ټولو صوبو له مخه يې بلدياتي انتخابات وکړل،

ددې انتخاباتو لپاره ټولې تیارۍ مکملې دي. ټولو پولینګ سټيشنو ته انتخابي سامان رسول شوی، پولینګ عمله رسېدلې او امنيتي تدابیر یي هم نیولي دي))



د الیکشن کميشن په خبره په دې بلدياتي انتخاباتو کې ټول سیټونه ووه زره سل دي، چې په کې به د اتلس زره کانديدانو تر منځ مقابله کېږي. د صوبې امنيتي چارواکو نهه ضلعې زیاتې حساسه ګرزولې چې ددوي په خبره د حساسه پولینګ سټيشنو لپاره يې يوولس سرتېري او د نورو لپاره يې بیا نهه امنيتي سرتېري ځای پر ځای کړيدي.

د بلوچستان د کورنيو چارو حکومتي چارواکي زیاتوي په ټولو ضلعو کې يې پوځ تیار دی، چې د کومې بدې پېښې په وخت به رابلل کېږي. د اشتیاق احمد په خبره د بلوچستان ټول سیاسي ګوندونه په دې کې ګډون کوي، او هيڅ داسې کومه ستونځه نشته.

(( څومره چې هم لوی سیاسي ګوندونه دي، هغه ټول په دې کې برخه اخلي. د بلوچستان حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې همدې ته تیار وو، او له اوله راهیسې موږ هم ورسره په تماس کې يو. او په دې کې لکه تاسو چې وایاست چې وخت ډېر کم وو، لاکن دا نوره ښه خبره ده چې په دومره کم وخت کې يې دا ټولې تیارۍ وکړې. د سپريم کورټ له تاریخ سره سم دا انتخابات کوو، او دا له ماسره چې د بلوچستان د الیکشن کميشن کومه ډله ولاړه ده، هغوي دا هر څه په ډېره کاميابۍ سره وکړل او دا وخت که خدای کول هيڅ کومه ستونځه نشته))

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان کې شاوخوا نهه کاله وروسته بلدياتي انتخابات کېږي، چې له ځينو بلوڅ مېشتو سیمو ماسوا په ټولو پښتون مېشتو او نورو سیمو کې ولس په دې انتخاباتو کې ګډون کوي.
XS
SM
MD
LG