د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قوانینو سره بلدیت د رسنیزو خطاګانو مخه نیسي


په خوست کې دا مهال په ډيریو سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو کې ځوان ژورنالېستان او خبریالان دندې ترسره کوي،

په خوست کې دا مهال په ډيریو سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو کې ځوان ژورنالېستان او خبریالان دندې ترسره کوي، چې دوی اکثراً د رسنیو د قانون په شمول د افغانستان له نورو نافذه قوانینو سره نا بلد دي او له دې کبله ځني وختونه خبریالان د رپوټونو، خبرونو او خپرونو په چمتو کولو کې د ستونزو سره مخامخ کیږي.


همدې اړتیا ته پام سره خوست کې د بیلابیلو رسنیو شلو تنو نارینه او ښځینه خبریالانو ته نن د جمعې په ورځ د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحادیې په نووښت (خبریالان او قوانین) تر سرلیک لاندې نهه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو، نوموړی ورکشاپ چې د حقوقو د پوهنځیو د استادانو له خو پرمخبېول کیږي، خبریالانو ته به د نافذو قوانینو هغه برخې چې د مطبوعاتو سره تړاو لري او همدارنګه به په دې برخه کې د یو شمېر نړیوالو کنواسیونونو او اعلامیو په تړاو مالومات وړاندې شي.

په خوست کې د ژورنالېستاو د ملي اتحادیې موقت مشر زاهدشاه انګار مشال راډیو سره په خبرو کې تمه څرګنده کړه، چې د کورس ګډونوال به د روزنې وروسته په خپلو میډيايي او رسنیزو چارو کې د قانوني خطاګانو سره نه مخامخ کیږي:

((خبریالان او قوانین تر عنوان لاندې روزنیز کورس چې د خوست ژورنالستانو له پاره دایر شوی دی، دا د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحادیې له خوا په لاره اچول شوی دی، زه فکر کوم د دې کورس په پای ته رسیدو سره به د کورس ګډونوال په خبرونو او رپوټونو کې او په نورو پروګرامونو او خپرونو کې به د افغانستان قوانین په پام کې ونیسي، دوی به بیا همیشه د خپل کار په جریان کې د کومو قانوني خطاوو سره نه مخامخ کیږي.))

د نوموړي نهه ورځني ورکشاپ دوه تنه ګډونوال غوټۍ او رفیع الله زیار، چې په خوست کې له سیمه ییزو رسنیو سره د خبریالانو په توګه کار کوي، مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ځوان خبریالان د خپلو رسنیزو کارونو پر مهال د قوانینو سره بلدیت ته اړتیا لري:

((۱-دخوست ژورنالستانو له پاره ډېر ګټور کورس دی، د دې له پاره چې دوی تر اوسه د قوانینو سره پوره بلد نه دي، په دې سره دوی څه نا څه له قوانیو سره بلدیږي، زموږ وړاندیز دادی چې ځوان ژورنالستان باید په دې ډول ورکشاپونو کې برخه واخلي.

۲-ژورنالستان د قوانینو په پوهیدنه کې ستونزې لري، نو د دوی له پاره دا ورکشاپ ځکه ګټور دی چې خبریالان به له قوانینو او خپلو مسوولیتونو څخه باخبره شي، دوی به د خبریالی د قوانینو په رڼاه کې خپلې چارې پرمخ بیايي، موږ په رښتیا سره چې دا ډول کورسونو ته اړتیا درلوده، موږ د ژورنالستانو د ملي اتحاديې څخه ډېره زیاته مننه کوو، چې موږ ته يې په دې برخه کې زمینه سازي وکړه.))


د حقوقو د پوهنځي استاد او د ورکشاپ ترینر محمدالله مندوزي وویل، دا ډول ورکشاپونو سره خبریالان حقوقي روحیه اخلي او د هېواد د نافذه قوانینو، د بشر حقونو د نړیوالې اعلامیې او نورو نړیوالو کنوانسیونو او قراردادونو سره بلدیږي:

((د دې په خاطر چې موږ ژورنالستانو ته یوه حقوقي روحیه وروبخښو، دا حقوقي روحیه ژورنالستانو له پاره د هغو قوانینو سره بلدیت دی، چې د رسنیو سره سر وکار لري، دا قوانین د افغانستان په نافذه قوانینو کې راځي، چې د رسنیو قانون دی، د افغانستان د جزاء قانون دی، د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه ده، د مدني او سیاسي حقوقو نړیوال کنوانسیون دی او د دې سره نور فرعي قوانین دي، چې په افغانستان کې موجود دي او موږ به دوی ورسره بلد کړو.))

د یادونې وړ ده په خوست کې دا مهال لس سیمه ییزې غږیزې او انځوریزې رسنۍ همدارنګه د یوې ورځپاڼې په ګډون ګڼې مهالنۍ چاپي رسنۍ خپرونې کوي، چې ډیری کارکونکي يې ځوانان دي، دوی کافي کاري تجربه او مسلکي روزنه نه لري، نو کتونکي د دوی د کاري وړتیاوو د لوړولو له پاره دا ډول ورکشاپونه ګټور بولي.
XS
SM
MD
LG