د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېلسن منډېلا یو نړیوال اتل


نېلسن منډېلا
نېلسن منډېلا

ولسمشر کرزي ویلي، منډېلا یو داسې ستر انسان وو چې د نسلي توپیر پر ضد یې د عدم تشدد لاره خپله کړه او نړیوالو ته یې د سولې سبق ورکړ.

د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر او د نسلي توپیر پر ضد د څو لسیزو مبارزې اتل ۹۵ کلن نېلسن منډېلا تیره شپه له نړې سترګې پټې کړې.


دی چې په زندان کې په نري رنځ اخته شوی وو له ډيرې مودې راهیسې د سا اخیستو د ستونزې له کبله په روغتون کې بستر شوی وو.

د هغه د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو سیاسي مشران، وتلي شخصیتونه او ولسي وګړي منډېلا ته پیروزینې وړاندې کوي.

ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د منډېلا په څير د ستر انسان مړینه د ټول انسانیت لپاره یو لوی زیان دی.

ولسمشر کرزي ویلي، منډېلا یو داسې ستر انسان وو چې د نسلي توپیر پر ضد یې د عدم تشدد لاره خپله کړه او نړیوالو ته یې د سولې سبق ورکړ.

په جنوبي افریقا کې د نسلي توپیر یا اپارتاید ضد غورځنګ غړو – اکثر تور پوستو – به هغه مهال په احتجاجي غونډو ، لاریونونو او د وژل شویو مبارزینو د جنازې لپاره هغه مذهبي سندره بلله چې د اپارتایید ترماتې وروسته د دې هیواد ملي سندره شوه .

نېلسن منډېلا د مقاومت له همدې سندرې سره د جنوبي افریقا د یوه تورپوستي ځوان په توګه دنسلي توپیر پر ضد د پټې مبارزې رهبري پيل کړه .

منډېلا په ۱۹۱۸ (میلادي) کال کې د جنوبي افریقا د یوه قبایلي مشر په کور کې زیږیدلی وو.

منډېلا په پوهنتون کې قانون او سیاسي علوم ولوستل او تر فراغت وروسته یې په جوهانسبورګ کې په یوه قانوني یا حقوقي شرکت کې د کاري تجربې د ترلاسه کولو لپاره څو میاشتې کار هم وکړ .

د ځوان منډېلا لپاره د نورو تور پوستو په څیر د یوه مناسب او رسمي کار د پيدا کولو امکانات ډير کم وو.

خو په نولس سوه اته څلویښتم کال کې د جنوبي افریقا په انتخاباتو کې د دې هیواد د ملي ګوند بریالیتوب د تورپوستانو پر مخ ټولې دروازې وتړلې او د هغوي ټولنیز حقوق یې واخیستل.

د جنوبي افریقا ملي ګوند په دغه هېواد کې له مختلفو نسلونو سره د فرق او توپیر کولو پر سیاست ولاړ وو.

د جنوبي افریقا د هغه وخت وزیراعظم هندریک فرنچ فرود دتوپیري چلند د تګلارې له جوړوونکو څخه ګڼل کېدی، بیا بیا پر خپلو پلویانو ټينګار کاوه چې د دوی هدف په جنوبي افریقا او نړۍ کې د سپین پوستو دایمي واکمنۍ ټینګول ده.

د هندریک فرنچ فرود د یوې وینا په یوه برخه کې ویل شوي: زما ملګرو دا جمهوریت په نړۍ کې د سپين پوستو د واکمنۍ یوه برخه ده .

نلسن منډېلا وروسته په جنوبي افریقا کې د ځوانانو د ملي کانګرس غړی شو .

د ځوانانو دې غورځنګ په جنوبي افریقا کې د حاکم قانون په وړاندې چې د حکومتي چارو کنټرول یې سپين پوستو ته په لاس کې ورکړی وو ، د عدم تشدد مبارزې ملاتړ کاوه .

نېلسن منډېلا د شپیتمې لسیزې په نیمايي کې ونیول شو او د پينځه کاله زندان حکم ورباندې وشو. وروسته بیا د حکومت د ړنګولو لپاره د سازش جوړولو په جرم له خپلو نورو اوو ملګرو سره په عمر قید زنداني شو.

نېلسن منډېلا د خپلې عدالتي کاروايي پر مهال په څلور ساعته وینا کې د سپین پوستانو د حاکمیت پر ضد د خپلې مبارزې دفاع وکړه.

منډېلا : ما د سپین پوستو د واکمنۍ پر ضد جنګ کړی او د تور پوستانو د تسلط پر ضد جنګیدلی یم . دا زما د ژوند ارمان دی او د دې ارمان لپاره که چیرې ضرورت وي مرګ ته تیار یم .

نېلسن منډېلا تر څو لسیزو زندان وروسته په ۱۹۹۰ (میلادي) کال کې له بنده خوشی شو او خلکو یې په جنوبي افریقا کې د نژادي توپیر پر ضد مبارزې د اتل په توګه هرکلی وکړ.

دا په جنوبي افریقا کې د یوې نوې دورې پيل وو .

نېلسن منډېلا له زندانه تر خلاصیدو وروسته په خپل هیواد کې د ډیموکراټیکو انتخاباتو د لار هوارولو هڅې پيل کړې او دخپلې اوږدې مبارزې په خاطر یې د نوبل سولې جایزه وګټله .

په جنوبي افریقا کې اول وار په ۱۹۹۴ (میلادي) کال کې ډیموکراتیک انتخابات وشول او نېلسن منډېلا د دې هیواد د اول تورپوستي جمهور ريس په توګه وټاکل شول .

منډېلا په زندان کې په نري رنځ (توبرکلوز ) اخته شوی وو او له سالنډۍ مړ شو.
XS
SM
MD
LG