د افغانستان حکومت پرطالبانو غږ وکړ چې؛ د سولې له بهیر سره یوځای شي. دغه بلنه د جمهوري ریاست په هغه اعلامیه کې ورکړل شوې ده چې د طالبانو د اعلامیې په ځواب کې خپره شوې ده.
طالبانو د سېشنبې په ورځ په خپرې کړې اعلامیې کې له امریکا سره د امنیتي تړون په برخه کې د ولسمشر کرزي د دریځ ضمني تایید وکړ.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي مشال راډیو ته د طالبانو د اعلامیې په ځواب کې د افغان حکومت دریځ بیان کړ.
طالبانو په خپلې اعلامیې کې له امریکا سره د امنیتي تړون په برخه کې د ولسمشرحامد کرزي د دریځ په اړه لیکلي و چې هغه حقیقت احساس کړ او هیله لرو چې دا مخالفت به یې د ملت د ستونزو د پای ته رسولو لپاره وي.