د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې مرسته کوي


روسیه وایي، د افغان پولیسو د روزنې لپاره چمتو ده. دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون د پنجشنبې پر ورځ په اکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې وکړه.


سرګي لاوروف څرګنده کړه چې له افغانستانه بهر ته متوجه ګواښونه موږ دې ته هڅوي چې په ګډه کار وکړو او د دې ګواښونو مخه ونیسو.

لاوروف زیاته کړه چې د اروپا د امنیت او همکاري سازمان هڅه کوي چې په افغانستان کې وضعیت ښه شي نو روسیه هم دې ته چمتو شوې ده چې یو ځل بیا د افغان پولیسو د روزنې پروګرام په خپله خاوره کې پیل کړي.

روسیې پخوا د مخدر مواد پرضد پولیسو په روزنه کې له افغانستان سره مرسته کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG