د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي افریقا د ازادۍ ستر سالار مړ شو


نېلسن منډېلا د خپل ژوند اووه ویشت کاله په بند کې تېر کړ او بیا یې په جنوبي افریقا کې پر نسلي تعصب ولاړ د سپین پوستو واک په جمهوریت بدل کړ.

د نړۍ سیاسي مشران ، مشهور شخصیتونه او عام خلک د پنځه نوي کالو په عمر کې مړ شوي نیلسن منډېلا ته عقیدت وړاندې کوي.


نېلسن منډېلا د نسلي تعصب پر ضد او د جمهوريت پلوي مبارز وو. د جنوبي افریقا ولسمشر جېکب زوما وویل د نسلي تعصب پر ضد مبارزه کوونکي نېلسن منډېلا د پنجشنبې په ماښام په جوهانسبرګ کې په خپل کور کې په داسې وخت کې په ارامه سا ورکړېده چې د کورنۍ غړي ورباندې راټول وو.

د نړۍ له لربره پیرزوینې ورته وړاندې کېږي، او د یوې الهام لرونکې بېلګې په توګه منډېلا ستایل کېږي چې څنګه د هغه د سوله ییز جوړجاړي لاره له نسلونو روانه بې انصافي پای ته رسوي.

نوموړي د خپل ژوند اووه ویشت کاله په بند کې تېر کړ او بیا یې په جنوبي افریقا کې پر نسلي تعصب ولاړ د سپین پوستو واک په جمهوریت بدل کړ.

د امن نوبل جایزه ګټونکی نېلسن منډېلا په (نولس سوه څلور نوي ) کې د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه د ټولو نسلونو له خوا په جمهوري توګه د جنوبي افریقا لومړی ولسمشر وټاکل شو.

نېلسن منډېلا ته دا اعزاز هم حاصل دی چې د نسلي رژیم تر پای ته رسېدو وروسته یې هیواد د ولسي جګړې پر لور له تلو راګرځولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG