د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي


د کندهار چارواکي وايي په تیره یوه اوونۍ کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.


د کندهار ولایت د امنیت آمر سمونوال "رحمت الله اطرافي" نن د (پنجشبنه) په یوه غونډه کې وویل، په تېره اوونۍ کې د کندهار په ښار او اړوندو ولسوالیو کې ۱۱ تنه د حکومت وسله وال مخالفین وژل شوي ۱۵ تنه یې ژوبل او ۱۳ نور یې له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره یوځاي نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو د کندهار د امنیتي چارواکو د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG