د لاسرسي ځای

تازه خبر

''کرزی د افغان - امریکا تړون لاسلیکولو صلاحیت لري''


ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د وياند ايمل فيضي له خولې ليکلي چې له ولسمشر پرته هېڅ کوم افغان چارواکی له امريکا سره د امنيتي تړون لاس ليک کولو صلاحيت نه لري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي له خولې ليکي، اوباما انتظاميه د هغې مسالې د حل پر لارو چارو غور کوي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا له امريکا سره د امنيتي تړون لاس ليکولو په لړ کې د نويو غوښتنو مخې ته له راتلو وروسته زېږېدلې ده.


دې امريکايي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي او له افغانستان سره د امريکا د امنيتي تړون پر مساله له روانو خبرو تر ډېره خبر دی، زياته کړې، موږ پر داسې يوه تګلاره غور کوو چې په ترڅ کې يې وکولای شو له دغې لانجې څخه ځان بهر ته وباسو.

د ورځپانې له ليکنې سره سم، د امريکا د خارجه چارو وزير جان کيري روانه اونۍ وړانديز وکړ چې د افغانستان له ولسمشر پرته د دغه هېواد بل کوم جګپوړی چارواکی کولای شي له امريکا سره ياده لوظنامه لاس ليک کړي.

ورځپاڼه کاږي، ورته وړانديز د امريکا دفاع وزير چک هيګل هم د چهارشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له خبريالانو سره په خبرو کې وکړ.

خو ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د وياند ايمل فيضي له خولې ليکلي چې له ولسمشر پرته هېڅ کوم افغان چارواکی له امريکا سره د امنيتي تړون لاس ليک کولو صلاحيت نه لري.

فيضي د ولسمشر کرزي غوښتني تکرار کړې چې ويلي يې دي، امريکا بايد د افغانانو پر کورونو بريدونه بند کړي، پر افغان خاوره کېدونکې ډرون حملې کمې کړي او له طالب وسله والو سره د افغان حکومت د روغې جوړې د خبرو زمينه برابر کړي.

ورځپاڼه زياتوي، د ښاغلي فيضي دا څرګندونې په داسې مهال مخې ته راغلې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی جيمز ډوبنز د کابل په سفر وو، خو نه په دغه ښار کې د امريکا سفارت او نه هم د افغان ولسمشر دفتر په دې اړه چې آيا ډوبينز له حامد کرزي سره ليدلي او که نه، څه ويلي دي.

ورځپانه وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکيو ورځو کې ولسمشر کرزی اول هند او بيا ايران ته سفر وکړي.

د ورځپاڼې په خبره، د ايران حکومت له کرزي غواړي چې له امريکا سره امنيتي تړون لاس ليک نه کړي.

ورځپاڼه زياتوي، د امريکا خارجه وزير د چهارشنبې پر ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو وزيرانو په غونډه کې د افغانستان د کورنيو او بهرنيو چارو پر وزيرانو د امنيتي تړون ژر لاس ليک کولو ارزښت په ډاګه کړ.

د ې افغان وزيرانو د ناټو ډپلوماټانو ته ويلي چې دوئ هيله مند دي چې له امريکا سره به د افغانستان امنيتي تړون ژر لاس ليک شي.
XS
SM
MD
LG