د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی:په انتخاباتو کې به د هېچا لاسوهنه ونه منو


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ټینګار کړی چې؛ د راتلونکې کال په انتخاباتو کې به هېچاته د مداخلې اجازه ورنه کړل شي.


د جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي د دې مسالې پر سر پرون (چارشنبه) د امریکا د ملي ډیموکراټیک انسټیټوټ له پلاوي سره په کابل کې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې دا امریکايي پلاوي په افغانستان کې د راتلونکې کال انتخاباتو ته د چمتوالي د څیړنې په خاطر کابل ته راغلی دی.

راپورونه زیاتوي، چې، ولسمشر کرزي له دغه پلاوي سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې؛ د سراسري انتخاباتو لپاره چمتوالی نیول شوی او په دې برخه کې هېڅ راز اندېښنه نه ده موجوده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG