د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیف:د جرمني بهرنیو چارو وزیر له مظاهره چیانو سره ولیدل


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د اوکرین پلازمینې کې د ازادۍ په څلور لاره له اروپا پلوو مظاهره چیانو سره کتلي دي.


ګویډو ویسټر ویلی دي چې د مظاهره کونکو ترڅنګ یې د اپوزیسون له مشرانو او د بوکسنګ له قهرمان ( ویټالي ـ کلي ـ تشخو ) سره هم ملاقات کړی دی.

ګویډو ویسټر مظاهره چیانو ته په خبله وینا کې وویل: د دې باوجود چې د اوکراین حکومت تیره اونۍ پریکړه وکړه چې له روسیې سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکوي او له اروپايي ټولنې سره به ایتلاف او تجارتي تړون نه لاسلیکوی، خو د اروپايي ټولنې دروازې به تل د کیف په وړاندې خلاصې وي.

د اوکراین د حکومت دغې پریکړې په لویه پیمانه مظاهرې را پارولي چې په دوه زره څلورم کال کې له نارنجي انقلابه پس یې په هیواد کې ساری نه لیدل کیږي.

په یو بل پرمختګ کې: درېوو پخوانیو اوکرایني ولسمشرانو د مظاهرو ملاتړ اعلان کړی دی. په هم دې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په دې خبره تاکید کړی چې بهرنیان دې، د یو کراین په چارو کې مداخله نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG