د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په کراچۍ کې د څلور سوو ورانکارو نومونه خپروو'


مشکوک ورانکاري د پولیس په بدرګه کې عدالت ته بیول کېږي. ۲جنوري، ۲۰۱۳
مشکوک ورانکاري د پولیس په بدرګه کې عدالت ته بیول کېږي. ۲جنوري، ۲۰۱۳

د فرقه ایزو وژنو لړۍ لا هم په خپل ځای دوام لري او حالات دې ته رارسیدلي دي که دیوې فرقې یو مهم سړی سهار ووژل شي نو ماښام د مخالفې فرقې مهم سړی وژل کیږي،

په کراچۍ ښار د بدامنۍ د تېزې شوې لړۍ روسته سند حکومت پرېکړه کړ ېده چې په بدامنۍ کې د ککړو څه باندې څلور سوو کسانو نومونه به په رسنیو کې خپروي او د دغو عناصرو په سرونو په انعام هم ټاکي.


د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات نن (پنجشنبې ) په سهر له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي دي، ددغو کسانو تعلق د بیلا بیلو سیاسي ،مذهبي او ناقانونه ګرځول شویو ډلو سره دی . نوموړي زیاته کړه د چارشنبې په ورځ د وزیراعلا قایم علي شاه سره په غونډه کې دوي په یاده موضوع خبرې کړي دي او دوي به نن دغه نومونه اړونده عدالت ته لیږي
''دې لیسټ کې ۴۳۰ کسان شامل دي ، په دې د بېلا بیلو ګوندونو غړي دي ، په دې ښار کې د امن ټینګښت لپاره دا زموږ لخوا یوه هڅه ده''

یاده دې وي د چارشنبې پر ورځ د سند صوبې د پولیسو مشر شاهد ندیم بلوچ خبري غونډې ته ویلي و چې په کراچۍ ښار کې له تېرو نزدې دریو میاشتو راهسې د شورو شویو عملیاتو په مهال ۸۱ مشکوک ترهګر وژل شوي او تر لسو زرو نیول شوي دي.

پولیس چارواکي وایي که څه هم دوي یو شمیر هدفي وژونکي او په جرمونو کې ککړ کسان نیولي دي خو اوس هم ګڼ شمیر کسان ددوي نه دي نیولي چې له امله یې کله نا کله په ناڅاپي توګه په کراچۍ کې د بدامنۍ په لړۍ کې زیاتوالی راځي.

د کراچۍ په امنیتي صورتحال ژور نظر لرونکی او د سیاسي چارو کارپوهه توصیف احمد خان وایي په کراچۍ کې د عملیاتو د شورو کیدو سره پر سیاسي او ژبني اساس ترسره کیدونکې وژنې راکمې شوې خو په فرقه ایز تاو تریخوالی کې کمی نه دی راغلی.

''د فرقه ایزو وژنو لړۍ لا هم په خپل ځای دوام لري او حالات دې ته رارسیدلي دي که دیوې فرقې یو مهم سړی سهار ووژل شي نو ماښام د مخالفې فرقې مهم سړی وژل کیږي، داسې ښکاري چې د دې وژنو تر شا لاسونه تر امنیتي ځواکونو ډېر پیاوړي دي. عام تاثر دا دی چې په پاکستان او په تېره بیا په کراچۍ کې سعودي عرب او ایران د دوو ښکېلو فرقو ملاتړ کوي او د دې فرقو ترمنځ د تاو تریخوالي له امله د کراچۍ ښاریان هر ورځ د تباهۍ لور ته درومي''

د توصیف احمدخان په خبره د جرایم پیشه خلکو جوړ کړی لیسټ د کراچۍ په ډاډمن امن کې ترهغې مرسته نشي کولی ترڅو چې د سیاسي او لساني وژنکو په څېر د فرقه ایز تاوتریخوالي په ضد عملي ګامونه نه وي اخیستل شوي. د هغه په وینا له دې مخکې هم په کراچۍ د دې په څېر کمپینونه چلیدلي دي او ناکام شوي دي چې یو مثال یې په دې ورستیو کې د وسلو راټولولو کمپین دی.

خو د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات وایي د وسلې د راټولولو کمپین اختیاري و، او د جرایم پیشه خلکو په ضد د دا کمپین به تر هغې ډېر اغیزمن وي، د نوموړي په وینا دوي د فرقه ایز تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې کار کړی دی او په فرقه ایزو نښتو کې ککړ یو شمیر کسان یې نیولي دي .
XS
SM
MD
LG