د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ولسمشر کرزي د امریکا ټینګار ډېر شوی


ورځپاڼه زیاتوي، امریکایي چارواکو داسي فکر کاوه چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون کارونه بشپړ شول، خو کرزي په کي وروسته نور شرطونه کیښودل

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کي : جان کري او متحدانو په کرزي باندي د تړون لپاره فشارونه زیات کړي – تر سرلیک لاندي یو اوږد تحلیلي مضون خپور کړی او په یوه برخه کي یي راغلي:


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري او د متحدو هیوادونو ډپلوماتانو د سه شنبې په ورځ په افغان حکومت فشارونه زیات کړل هرڅومره ژر چې کیږې د کابل او واشنګټن تر منځ تړون دي لاسلیک کړي تر څو امریکایي ځواکونه وکړاي شي چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کي پاته شي.

ورځپاڼه لیکې، جان کري په خپلو څرګندونو کې چې د جمهور رئیس کرزي پر وړاندي د بارک اوباما د ادارې د حوصلي د کمیدو احساس په کي څرګندیده، وړاندیز وکړ، که کرزي دا تړون نه امضا کوي، د افغانستان دفاع وزیر ، حکومت، او یا بل کوم جګ پوړی چارواکی دي یي لاسلیک کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندي لیکي: له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کي د ناتو جنګې ماموریت ددي سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې چې په بروکسیل کي وشوه، یوه مهمه موضوع وه. د امریکا متحدان هم د تړون په ژرلاسلیک کیدو ټینګار کوي او دا ځکه چې په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د ساتلو او د افغان پوځ د روزنې لپاره د خپلو پارلمانونو له خوا سیاسي او مالي ملاتړ غواړي.

نیویارک ټایمز لیکي: د ناتو عمومي منشي اندیرس فوګ رازموسین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل، د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون په وخت لاسلیک کیدو ته سترګي په لار دی او که دا سند لاسلیک نشي، ناتو به ونشي کړاي چې په افغانستان کي خپل ځواکونه وساتي او پلان شوي پوځي او اقتصادي مرستې به له خطر سره مخامخ شي.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکایي چارواکو داسي فکر کاوه چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون کارونه بشپړ شول، خو کرزي په کي وروسته نور شرطونه کیښودل او ویي ویل چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې به یي لاسلیک نکړي.


امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کي: د حامد کرزي په څیر د یوې ستونزې حل کول – تر سرلیک لاندي یو مضمون خپور کړی او د پیل په کرښو کي یي د پوښتنې په شکل لیکي: تاسې د حامد کرزي په څیر ستونزه څنګه حل کوۍ؟ خپرونه لیکي: په افغانستان کي د ناتو او امریکایي ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال جان الین او نورو پوځې مشرانو په نظر یي ځواب ډیر آسانه دی، کرزي له نظره وغورځوۍ.

فارین پالیسي لیکي: د جنرال الین او نورو دلیل په ځاي او سم دی، په دي معنی چې امریکا ضرورت نلري د کرزي په سپکاوي باندي چې د تړون له لاسلیک څخه یي ډده کړي، د دوي نور زخمونه هم ور زیات شي.
د خپرونې په باور، دا ممکن ښه مشوره وې چې له یوه سر کشه او متمرده میلمه سره د ډوډۍ د میز پر سر معامله وشي ، خودا ممکن ښه مشوره او نظر نه وي چې له داسي یوه جمهور رئیس سره دي د میلیاردونو ډالرو معامله وشي چې د داو وهلو سابقه ولري.
XS
SM
MD
LG