د لاسرسي ځای

تازه خبر

''عمران خان خپله لوبه کې کېووت''


پېښور کې د تحریک انصاف کارکنانو د ډرایورانو
پېښور کې د تحریک انصاف کارکنانو د ډرایورانو

عمران خان وویل: ''زه خپلو ځوانانو ته دا وئیل غواړم چی هېڅ رقم غلط حرکت دې نه کوي، او قانون دې نه ماتوي، او د قانون په چوکاټ کې دننه دې کار وکړي''

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا په پېښور کې پر دولسمه ورځ هم د ناټو د مال وړونکو ګاړو د راایسارولو په لړ کې احتجاج دوام لري.


تېر مازیګر د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د پېښور حیات آباد ټول پلازې خوا کې د احتجاجي ناستې دوره وکړه او هغوی ته یې په خپله وینا کې وویل چې د خپل احتجاج پر مهال دې هېڅ غیر قانونی حرکت ونه کړي او د افغان ټرانزټ تجارت په لاره کې دې رکاوټ نه جوړوي.

عمران خان وویل:

''زه خپلو ځوانانو ته دا وئیل غواړم چی هېڅ رقم غلط حرکت دې نه کوي، او قانون دې نه ماتوي، او د قانون په چوکاټ کې دننه دې کار وکړي''

عمران خان زیاته کړه:

''موږ د پاکستان له وفاقي حکومته تمه لرله چې هغه به د امریکا پر ضد احتجاج وکړي او په امریکا به فشار واچوي او موږ سره به په ګډه د ناټو سپلايي بنده کړي. د پښتونخوا په اسمبلۍ کې ټولو سیاسی ګوندونو د ډرون بریدونو پر ضد قرارداد منظور کړی وو نو هغه ګوندونه چرته ولاړل؟''

د عمران خان دا څرګندونې له هغه کړې چې د تحریک انصاف او اتحادي ګوندونو پر کارکنانو د ډرائیورانو لخوا د ناروا سلوک تورونه لګول شوي دي. د ډرائیورانو د وهلو ټکولو او د مالونو د سیلونو ماتولو خلاف په پشتخره تاڼه کې د اتحادي ګوندونو د کارکنانو پر ضد مقدمې هم درج شوې دي.

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي چې د تحریک انصاف او د اتحادي ګوندونو دا احتجاجونه اوس د عمران خان لپاره د تاوان پر لور روان دي:

''په دې لوبه کې اوس د عمران خان تاوان دی او دا چې څومره ورځېی اوږدېږي نو په عمران خان او د هغه په ګوند به تورونه لګي ، دلته د پاکستان او افغانستان ترمنځ چې کوم تجارت دی یا تجارتي اړیکې دي، هغه چې خرابیږی نو د هغې ټوله ذمه واري به پر عمران خان راځي، او دوی ته اوس چل نه ورځي چې څه رنګ ځان له دې لوبې وباسي''

د تحریک انصاف له لوري د روان احتجاج په اړه د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند مشر سردار حسین بابک مشال ریډیو ته وویل:

''تاسو وګورئ چې عمران خان په دې صوبه کې د ناټو سپلايي بندولو په معامله باندې پارټۍ او حکومت له یو بله لرې ساتلي دي، دوی طالبانو ته هم دهوکه ورکوي. طالبانو ته یو دا تاثر ورکوي چې ګنې دوی د امریکا خلاف دي او دا سپلايي دوی بنده ساتلې ده، که په ریښتیا عمران خان په دې خبره کې سنجیده دی نو سپلايي بندول د حکومت یوه اشاره غواړي ځکه چې دا سړکونه د حکومت دي، دا صوبه یوه بندوبستي سیمه ده او دا څه قبایلي سیمه نه ده چې د دوی وس پرې نه رسي، نو ځکه خلک دا احتجاج ډرامه بولي''

یاده دې وي د ډرائیورانو او ټرانسپورټرانو په وینا د عمران خان د پارټۍ لخوا د روانو احتجاجونو له وجې پر افغان ټرانزټ تجارت ډېر بد اغېز پرېوتی دی.
XS
SM
MD
LG