د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ځانګړی استازی کابل ته ورسید


رویټرز اژانس څرګندوي چې، جیمز ډوبنز د چهارشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او دی به هلته له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی "جیمز ډوبنز" په داسې وخت کې کابل ته راغی چې؛ یوه جګپوړي امریکایي چارواکي خبرداری ورکړ چې؛ هرڅومره ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره د امنیتي تړون مساله ځنډوي همهغومره له افغانستان سره د نړېوالو ملاتړ کمیږي.

چې؛ حامد کرزی له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیکولو د اوس لپاره په شا شوی دی.

وروسته تر دې چې تېره میاشت مشورتي لویې جرګې موافقه وکړه چې؛ له امریکا سره دې امنیتي تړون لاسلیک شي، افغان ولسمشر نړیواله ټولنه پر دې پرېکړې حیرانه کړه چې؛ دغه تړون ښایي د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته لاسلیک شي.

د حامد کرزي له دې پرېکړې وروسته د کابل او واشنګتن د چارواکو تر منځ یو لړ جدي خبرې وشوې او د همدې خبرو په لړ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبنز کابل ته راغلی دی او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په دې برخه کې له تبصرې ډډه کړې ده چې؛ ډوبنز به له ولسمشر کرزي سره وګوري او که نه.

"زه فکر کوم چې د دې تړون لپاره دا مهمه ده چې؛ کار یې مخته ولاړ شي. اوس کیدای شي چې، دفاع وزیر هغه لاسلیک کړي، حکومت یې لاسلیک کړي او یا یې کوم بل څوک چې مسوولیت منلي شي؛ هغه یې لاسلیک کړي."


یوه امریکایي چارواکي په واشنګتن کې رویټرز اژانس ته وویل، هرڅومره چې د امنیتي تړون مساله ځنډیږي هغومره له افغانستان سره د نړیوالو پر ملاتړ منفي اغیز شیندي او دا ښکاره ده چې، دغه ځنډ هغه بې سارې بې اعتمادي نوره هم زیاتوي چې؛ په افغانستان کې شته.

د همدې چارواکي په وینا، د ډوبنز د کابل سفر د هغو مشورو یوه برخه ده چې؛ د سیمې په اړه یې کوي، خو د امنیتي تړون پر مسالې به هم وغږیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر "جان کري" پرون په بروکسل کې وویل چې؛ کیدای شي، دغه تړون د افغانستان یو نه یو چارواکی لاسلیک کړي:

"زه فکر کوم چې د دې تړون لپاره دا مهمه ده چې؛ کار یې مخته ولاړ شي. اوس کیدای شي چې، دفاع وزیر هغه لاسلیک کړي، حکومت یې لاسلیک کړي او یا یې کوم بل څوک چې مسوولیت منلي شي؛ هغه یې لاسلیک کړي."

خو رویټرز اژانس په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا څرګندوي چې؛ په هر حالت کې ولسمشر حامد کرزی په دې برخه کې له پامه نه شي غورځیدلی.
XS
SM
MD
LG