د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو رسد ضد احتجاج د پاکستان مالي تاوان


زبيز موتي والا، د افغانستان او پاکستان د چيمبر آف کامرس مشر وايي، که حکومت دا مساله حل نکړي نو پاکستان د تجارت په برخه کې د يوه نيم ارب روپيو له تاوان سره مخامخېدلای شي.

د امريکا کرسچن ناټو مانيټز وايې، په پاکستان کې د ناټو رسد پر ضد احتجاج د دې هيواد د سامان وړونکو کاروبار زيانمن کړی او هم دا شان دغه هيواد هره ورځ ترلاسه کيدونکې يو میليون ډالر بایلي.


کرسچن ساینس مانيټر په سر کې د يوه ډرایيور خبره کوي چې د ناټو لپاره سامان وړي. د ده نوم امين دی او ويبپاڼې ته يې ويلي، د ناټو لپاره د سامان وړلو لاره ډېره پریشانونکې او زه يې ذهني ناروغه کړی یم.

ويبپاڼه وايي، تحريک انصاف او جماعت اسلامي په هم هغه صوبه کې د ناټو رسد درولو پر ضد احتجاج شروع کړی چې هم پخپله په خيبر پښتونخوا کې حکومت کوي.

ويبپاڼه پر مخ ليکي، چې د دې ګوندونو غړو ان له افغانستانه د راتلونکو او ورتلونکو ګاړو دستاويزونه او کاغذونه هم ګوري.

ان اوس په مرکز کې د واکمن ګوند وزير پرويزرشيد هم ويلي چې دغه احتجاج په نړيواله کچه د پاکستان لپاره مسئلې را پيدا کوي.

زبيز موتي والا، د افغانستان او پاکستان د چيمبر آف کامرس مشر دی او کرسچن سائنس مانيټر ته يې ويلي، چې د تحريک انصاف او جماعت اسلامي غړي په دې فرق هم نه پوهيږي چې کوم سامان د ناټو لپاره وړل کيږي او کوم نه.

د نوموړي په خبره که حکومت دا مساله حل نکړي نو پاکستان د تجارت په برخه کې د يوه نيم ارب روپيو له تاوان سره مخامخېدلای شي.

ويبپاڼه لیکي، حکومت هم وايې چې که دا حالت نور دوام و لري نو هيواد ته به مالي تاوان ورسيږي ځکه هره ورځ پاکستان ته يو ملين ډالر د ناټو له سپلایي څخه تر لاسه کيږي.

يوه ليکوال حسن بلال زيدي کرسچن سائنس مانيټر ته ويلي، عمران خان د احتجاج له لاري ځوانان انتهاپسنده کوي او کله چې دوی لارو کوڅو ته راووځي او خپله د انصاف کولو فيصله وکړي نو بيا د دوی کنټرولول ان د عمران خان کار هم نه دی.

نوموړی زياتوي چې د پاکستان اقتصاد کمزوری دی او د تحريک انصاف او جماعت اسلامي دا شان ګامونه به معيشت نور هم ضعيف او دغه هيواد به له نړی څخه ګوښه کړي.
XS
SM
MD
LG