د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان استخباراتي ادارو ووهلم. عقیل یوسفزی


خبریال عقیل یوسفزی
خبریال عقیل یوسفزی

''په پاکستان کې پر خبریالانو د آی ایس آی او نورو امنيتي ادارو لخوا ځکه بريدونه کېږي، چې هغوی هغه مالومات پټول غواړي چې خبریالان ولس ته په ډاګه کول غواړي''


څو ورځې مخکې په پېښور کې خبریال عقيل يوسفزي هغه وخت د پوليسو او د ده په خبره د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې ای ایس اې د يو کار کونکې لخوا له نیول کېدو پس د تشدد ښکار کړل شو کله چې هغه خپل کور ته روان وو.


د دې پېښې په اړه خبر یال عقيل يوسفزي مشال ريډيو ته وويل:

''زه د کور پر لور روان وم چې د پولیس دوو عسکرو ودرولم او بیا يې په زوره په ګاډی کې د ګلبرګ سيمې تاڼې ته بوتلم، تر يوې ګنټې یې په تاڼه کې کښېنولم او بیا په ساده جامو کې يو تن راغلو او په ما يې ناڅاپه ګزارونه شروع کړل، ماته يې بدې ردې ویل، او دا يې هم وويل چې ته د پاکستان پر ضد غږېږې، نو ته ترهګر يې، ما ورته په ځواب کې وويل، چې که ما هر څه جرم کړی وي، نو زما پر ضد دې رسمي کاروايي وشي، خو هغوی زه نه اوريدلم او په ما يې ګزارونه کول''

په پيښور کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکونکې د يوي اداري فريډم نيټ ورک مشر اقبال خټک وايي، چې له کله په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ کې نوی اتحادي حکومت راغلی دی نو پر خبریالانو بريدونه زیات شوي دي.

''په کرک کې يو خبریال ووژل شو قاتلان يې تر دا مهاله نه دي نيول شوي، په کوهاټ کې پر يو خبریال د خپلې دندې تر سره کولو په بنیاد د ترهګرۍ مقدمه جوړه شوې ده او د درګۍ پرېس کلب صدر محمد زيب منصور د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د امنيتي ادارو لخوا غايب کړل شوی دی. په پيښور کې د عقيل يوسفزي د واقعي نه مخکې په يو مشير نورو خبریالانو هم وخت په وخت بريدونه شوی دي ، موږ نه پوهيږو چی د موجوده صوبايي حکومت د دې تر شا څه مقصد دی''

دا چې په پاکستان کې امنيتي او استخباراتي ادارې ولې پر خبریالانو بريدونه کوي د فرانس په سر ښار پېرس کې د بې پولې خبریالانو د اشيا څانګې مشر بینامین اسماعيل د دې پوښتني په ځواب کې وايي:

''ګوره په پاکستان کې پر خبریالانو د آی ایس آی او نورو امنيتي ادارو لخوا ځکه بريدونه کېږي، چې هغوی هغه مالومات پټول غواړي چې خبریالان ولس ته په ډاګه کول غواړي، د دې له وجې موږ په پاکستان کې آی ایس آی او نورې استخباراتي ادارې په نړيواله کچه په پاکستانیو خبریالانو د بريد ‌ذمه وار نومولي دي''

تر دا مهاله امنيتي ادارو په دې اړه خپل دريځ نه دی ښودلی.
XS
SM
MD
LG