د هرات په شیندند ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې تنه ټپيان شوې دي.
د هرات د شیندند ولسوال عبدلحمید نور مشال راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن د (سېشنبه) سهار هغه مهال وشوه کله چې یو باروړونکی موټر د سړک د غاړې په یو ماین برابر شو.
عبدالحمید نور همدا راز وویل چې دغه ماین د وسله والو مخالفینو لخوا ایښودل شوی وو.
خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.