د لاسرسي ځای

په ننګرهار کې چاودنې څلور تنو پوليسو ته مرګ ژوبله


د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي مشال راډيو ته وويل چې نن د سېشبنې پر ورځ شاو خوا يوولس نيمې بجې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ سرې کلا په سيمه د سرک د غاړې په يوه چاودنه کې د دغه ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مرستيال نعيم خان وژل شوی او درې تنه پوليس په کې ژوبل شوي.


عبدالزی زياتوي چې د پيښې په تړاو يې تر دې دمه څوک نه دي نيولي خو په سيمه کې پلټنې روانې دي، چې عاملين يې پيدا او د قانون منګلولو ته يې وسپاري.

د پيښې پړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.
XS
SM
MD
LG