د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي د ایران - امریکا پر اړیکو ناراضه دی



سعودي عرب: د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کېري د سعودي بهرنو چارو وزیر سعود الفیصل بن عبدالعزیز ال – سعود سره په ریاض کې. ۳م نومبر ۲۰۱۳م کال
سعودي عرب: د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کېري د سعودي بهرنو چارو وزیر سعود الفیصل بن عبدالعزیز ال – سعود سره په ریاض کې. ۳م نومبر ۲۰۱۳م کال

جګپوړي سعودی مشران له ایران سره د واشنګټن د پټو دوه اړخیزو اړیکو ټینګولو له امله چې په نتیجه کي یي تېره میاشت د تهران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ معامله رامنځ ته شوه، سخت اندیښمن دي.


روتیرز آژانس ګزارش

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف عمان ته د سفر پر مهال نن په سعودي عربستان غږ وکړ چې د سیمي د ثبات لپاره دې له تهران سره په ګډه کار وکړي. خو دا سي بریښي چې سعودي عربستان غواړي په مستقل ډول بهرنۍ پالیسي پر مخ بوزي او له ایران سره د لویدیځ په وروستۍ معاملې خوښ نه دی.



د سعودي عربستان جګپوړي چارواکي چې د تهران او لویدیځو هیوادونو په وروستۍ معاملې ناراضه ښکاري، د نړۍ له نورو طاقتونو سره د ستراتیژیکی اړیکو ټینګولو په ګډون، د بیلا بیلو امکاناتو خبرې کوي او غواړی په عربي نړۍ کي د ایران د متحدانو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي. دوی دا هم وایي، که چیرې د نړۍ ستر طاقتونه د تهران د اټومي هېلو مخه ونه نیسي، ریاض به د خپل اټم بم د جوړولوهڅې پیل کړي.

د رویترز په باور، سعودي عربستان چې له څو لسیزو راهیسې د امریکا یو ملګری هېواد دی، دا به ورته ډیره ګرانه وي چې له یو بل طاقت سره دوستي ټینګه کړي.

روسیه، د سوریې د مسلې پر سر له سعودي عربستان سره په تضاد کي ده او د چین پوځي قوت د امریکا په نسبت کم دی.

رابرت جورډن چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ م کاله پوري په ریاض کي د متحده ایالاتو امریکا سفیرو، وایي چې له نورو طاقتونو سره د سعودي د ملګرتیا لپاره محدودیتونه موجود دي.

دی وایي، په نړۍ کی کي بل هېڅ یو هیواد د امریکا په پرتله د سعودي عربستان د تیلو د ساحو او اقتصاد د ساتنې توان نه لري او سعودي په دې پوهیږي. موږ نه غواړو چې سعودی عربستان دې له دې مداره ووځي.

که څه هم چې ښاغلی جورډن د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وخت کی په ریاض کی د امریکا سفیر وو، یو شمیر سعودي څېړونکي وایي چې سعودي عربستان په دې ښه پوه دی چې په بهرنۍ پالیسۍ کي بدلون څه مانا لري، په خاص ډول د اټومي وسلو د تولید په برخه کي.

روتیرز آژانس زیاتوي، که چیرې سعودي عربستان د اټومي وسلو د تولید توان پیدا کړي، په دي کار سره به دا هیواد د ایران د یوه سیمه ایز حریف پر ځای په یوه نړیوال مصیبت یا شرارت بدل شي. ریاض نه غواړي چې د تهران په څېر دې ګوښه شي او وروسته دې بیا د خبرو میز ته اړ شي.

یو سعودي څیړونکی چې چارواکو ته نږدې دی، وایي: سعودي عربستان ضرورت نه لري چې دوهم ایران شي. سعودي عربستان د نړیوالې ټولنې یو بااعتباره غړی دی چې د ستراتیژیک ثبات غوښتونکی دی او د تیلو مارکیټ ته یي ثبات ورکړی دی. دا کار به د سعودي د خوی او عادت پر خلاف وي.

جګپوړي سعودی مشران له ایران سره د واشنګټن د پټو دوه اړخیزو اړیکو ټینګولو له امله چې په نتیجه کي یي تېره میاشت د تهران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ معامله رامنځ ته شوه، سخت اندیښمن دي. د خلیج عرب مشران یا حاکمان ویره لري چې واشنګټن ممکن تیر هیر کړي او له ایران سره معامله وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو جګپوړی چارواکی وایي، د بهرنیو چارو وزیرجان کېري د جنیوا د خبرو په جریان کي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره له نږدي په تماس کي و او د نومبر په ۲۵ مه یې له شهزاده سعود الفیصل سره خبرې هم کړې وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یکشنبې پر ورځ وویل، له ایران سره د شپږو طاقتونو معامله باید یو ګواښ ونه بلل شي. ده په کویت کی خبریالانو ته وویل ، دا معامله باید چې د سیمې د هېڅ یو بل هیواد په تاوان ونه ګڼل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG