د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد پوهنځي کې چاودنه، اووه زدکوونکي ژوبل


د افغانستان په جلال اباد کې يوې بمي چاودنې اووه تنه زدکوونکې ټپپان کړل.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي مشال راډيو ته وويل، چې نن شاوخوا يوولس نيمې بجې د ننګرهار د ښونې او روزنې پوهنځي د موټر سايکلونو په تمځي کې په يوه موټر سايکل کې له اېښودل شوو باروتو چاودنه رامنځته شوه. د ده په خبره چې د پوهنځي اوه تنه زدکوونکي يې ټپيان کړي دي.

نوموړی زياتوي چې د دغې چاودنې په تور پوليسو د یوه موټر سايکل خاوند نيولی دی او پلټنې ترې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG