د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو بې کوره شوي یو میلیون خلک له پامه غورځول شوي


په جلوزۍ کېمپ کې بې کوره شوي ماشومان
په جلوزۍ کېمپ کې بې کوره شوي ماشومان
د وسله والو طالبانو ، القاعده او نورو وسله والو ډلو او پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله له قبایلي سیمو د بې کوره شوو خلکو شمېر تر یو میلیون زیات شوی دی.

په قبايلي سيمو کې له افتونو سره د مبارزه کوونکې ادارې (فاټا ډزاسټر منېجمنټ) ډايریکټر جنرل ارشد خان وايي چې له قبایلي سیمو د ناامنۍ له کبله د دې بې کوره شوو خلکو شمېر تر لسو لکو اوښتی دی.

ارشدخان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ً په دې يو لک او ديرشو زرو کورنيو کی زیاته برخه د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو کې د خپلو خپلوانو کره میشت دي او یوازې ۱۶ فیصده د محسودو ، وزيرو اپریدیو ، اورکزيو ، باجوړیو او کورمه وال د بي کوره شوو خلکو لپاره په جوړو شوو کیمپونو کې ژوند کوي.ً

ایا د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې له قبایلي سیمو ټاکل شوي غړي په دې څه ږغ پورته کوي او که نه؟

د قبایلي سیمو د د غړو د پارلماني کمېټۍ مشر ډاکټر غازي ګلاب جمال وايي ، دوی غواړي چې په سیمو کې یې امن پر ځای او خلک بیرته کورونو ته ستانه شي.

اوس پوښتنه دا ده چې د قبایلي سیمو د غړو ملاتړ لرونکی د مسلم لیګ نواز ډلې حکومت له قبایلي سیمو د بې کوره شوو خلکو لپاره څه هلي ځلي کوي او که نه؟

ډاکټر غازي ګلاب جمال د مشال راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ً له اوسني حکومت سره د قبايلي سيمو د پارليماني غړو اتحاد هم پر دا یوه نقطه وو چی ژر تر ژره په قبايلي سيمو کې د امن وامان صورتحال ښه شي او بې کوره شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شي. خو په دې لړ کې زموږ له وزير اعظم نواز شریف سره لا ملاقات نه دی شوی چې له کبله یې موږ ټول اوس د اپوزيشن پر چوکیو ناست یو.ً

دا مهال په پاکستان کې د ځینو ګوندونو لکه په خاصه توګه تحریک انصاف او جماعت اسلامي لخوا د امریکا د بې پایلټه الوتکو د بریدونو پر ضد د نېټو لپاره د سامان وړونکو لاریو د مخنیوي لپاره د احتجاجي ناسو تر څنګ ، له امریکا سره د پاکستان د اړیکو ، له وسله والو طالبانو سره د امن د خبرو اترو ، د توانایۍ د بحران ، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د پورته شوو نرخونو په اړه مظاهرې او بیان بازي روانه ده.

خو له قبايلي سيمو څخه بې کوره شوو لسو لکو کسانو ته نه په حکومتي او نه هم د مطبوعاتو په کچه دومره پاملرنه شوې ده لکه څومره چې په کار وه.

په لاهور کې د سیاسي چارو کارپوه پروفیسر حسن عسکري په دې اړه د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل ً ګوره زموږ د سیاستوالو په زړونو کې د انسانانو درد ختم شوی دی. له هغوی سره اوس د ا نسانانو فکر نشته بلکی زیات فکر ورسره د اقتدار دی. د خپل حیثیت ورسره ډېر فکر دی. هغوی اوس هغه لوبه کوي چې په ميډیا کې ورته ډېر ځای ورکړل شي.لکه امريکا ته ښکنځل کول ، د بې پایلټه الوتکو بریدونه بندول د هغوی د سر مسلې دي. خو چې تر کومه د انسانانو د خير ښېګړې خبره ده ، هغه ته د دوی پام نشته. ګوره په قبايلي سيمو کې د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د څاڅکو ستونزه ده ، خو په دې لړ کې نه خو عمران خان څه مرستي کولو ته تیار دی او نه مولانا فضل الرحمان تيار دی

د پروفیسر حسن عسکري دا خبره چې ً له سیاستوالو سره د ولس غم نشتهً مو په قومي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د پخوانۍ غړې بشره ګوهر مخې ته کښېښوه.

بشره ګوهر یې په ځواب کې وویل ً زما له مالوماتو سره سم ، د بې کوره شوو خلکو شمېر تر یو نیم میلیون زیات دی. خو نه يوازې پاکستاني سیاستوالو بلکه نړۍ والو طاقتونو هم قبايلي ولس له پامه غورځولی دی. داسې ښکاري چې د ټولې نړۍ او پاکستاني واکدارانو يوازې د قبايلو مځکه په کار ده. له هغوی سره د مرستو لياره يې سترګې پټې کړې دي ، ځکه چې اور د قبايلو پر مځکه بل دی او په اسلام اباد کې سورناوي د بل څه ږغېږي.ً

څېړونکي وايي ، دا مهال له قبایلي سیمو د بې کوره شوو خلکو شمېر په ټوله نړۍ کې په یوه هیواد کې دننه د بې کوره شوو خلکو تر ټولو لویه شمېره ده.
XS
SM
MD
LG