د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف : باور لرو چې د سیمې امن د افغانستان له امن سره تړلی دی


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شريف په واک کې تر راتلو وروسته په لومړي ځل د شنبې په ورځ د افغانستان د یو ورځنۍ دورې پر مهال له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو لوړپوړو افغان چارو واکو سره لیده کاته کړي دي.

د افغان ولسمشر په ماڼۍ (ارګ) له تر دې ملاقاتونو وروسته پاکستاني وزیراعظم نواز شریف او افغان ولسمشر حامد کرزي یو ګډې غونډې ته وینا وکړه.

پاکستاني وزیراعظم نوازشریف د خپلې وینا پر مهال وویل چې یو داسې افغانستان د پاکستان په ګټه دی کوم چې پر خپلو پښو ولاړ وي ، متحد وي او په کوم کې چې امن وي.

وزيراعظم نوازشريف افغان ولسمشر حامد کرزي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې پاکستان په افغانستان کې د کومې خاص ډلې ملاتړ نه کوي.

پاکستاني وزیراعظم زیاته کړه چې ً ما خپل ورور ولسمشر کرزي ته دا پوره ډاډ ورکړی چې پاکستان به د افغانستان د سولې د ښه پرمخ بيولو لپاره ټولې ممکنه اسانتياوې برابرول جاري وساتي. زموږ هيله دا ده چې په سيمه کې نور هيوادونه هم د افغانستان د ثبات لپاره خپل کار ته دوام ورکړي. موږ په افغانستان کې د هيڅ يوې ډلې ملاتړ نه کوو. موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ کوو. د داسې يو افغانستان ملاتړ کوو چې موږ ورسره د ورورۍ اړيکې ولرو.ً

تېره اونۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا يو پلاوی پاکستان ته د افغان طالبانو له دویم مشر ملا عبدالغني برادر سره د ملاقات لپاره ورغلی وو ، خو د رسنيوو له رپوټونو سره سم ، افغان پلاوي ته د دې اجازه ورنکړل شوه چې له ملا برادر سره وګوري.

نواز شریف خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل ً زه به دا ووايم چې ملا برادر له جېله خوشی شوی دی. نن موږ په دې اړه ډيرې خبرې وکړې. موږ په دې اړه په يوه طريقه سلا شوي يو او د عملي کولو لپاره به يې کار کوو. ولسمشر کرزي موږ ته ځينې لارښوونې او هدايات کړي چې د هغوی په رڼا کې به موږ کار کوو او دا به باوري کوو چې له ملابرادر سره ملاقاتونه وشي.ً

د سيمې د سياسي چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک کابل ته د نواز شريف سفر مهم ګڼي خو وايي چې لا هم د پاکستان د بهرنيوو اړيکو پاليسي د پوځ په لاس کې ده.

نوموړي وويل چې په سيمه کې امن د اسلام اباد په ريښتيني همکارۍ راتلای شي.

ډاکټر اعجاز خټک زیاته کړه ً پاکستان څو ورځې وړاندې هم دوه درې کسان خوشي کړي دي خو دا خلک چيرته لاړل. ملا برادر اوس هم له پاکستان سره دی. پاکستاني بايد له اخباري بيانونه مخکې لاړ شي او واقعيتا همکاري وکړي

بل پلو په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډپلومېټ احمد سعيدي بیا کابل ته د نواز شريف له سفره هيڅ هيله نه لري.

احمد سعيدي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ً نوازشريف به يوازې وعدې وکړي. وبه وايي چې د سولې لپاره به دا وکړو او هغه به وکړو خو دا هسې تشريفاتي خبرې دي او دا يو تشريفاتي ملاقات دی.ً

له پاکستاني وزيراعظم نواز شریف څخه د خبري غونډې پر مهال پوښتنه وشوه چې ایا هغوی پر دې باور لري او که نه چې د سیمې امن او کراري له افغانستان سره تړلې ده؟

نواز شریف وویل ً موږ نه یوازې پر دې کلک باور لرو بلکې که خدای کول دا به عملي کوو هم

وزیراعظم نواز شریف د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په اړه خبري غونډې ته وويل چې که افغانان د دې تړون لاسليک کېدل غواړي نو پاکستان د افغان ولس د خوښې احترام کوي.


د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري چې افغانستان ته د پاکستان د وزیراعظم نواز شريف دا يو ورځنى سفر به د سولې او پخلاينې په برخه کې ډېره مرسته وکړي.

د سولې د عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ، دوی هیله لري چې د نواز شريف سفر به ګټورې پایلې ولري.

مولوي شهزاده شاهد زیاته کړه ً افغانان او د سولې عالي شورا دې سفر ته هيله من دي. د وزیراعظم په توګه د نواز شريف له ټاکل کېدو سره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ملاقاتونه او سفرونه زيات شوي دي. په سيمه کې امن او سولې ته اړتيا ليدل کېږي. هيله من يو چې دا سفر به د سولې او امن په اړه ښې پايلې ولري.ً

د یادونې وړ ده چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د شنبې په ورځ په یوه ورځني سفر افغانستان ته تللی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ضراراحمد مقبل عثماني د کابل پر هوايي ډګر د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف هرکلی وکړ.

له وزیراعظم نواز شریف سره په پلاوي کې د نورو لوړپړو حکومتي چارواکو تر څنګ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی هم ملګری دی.
XS
SM
MD
LG