د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی : هیله لرو چې د نواز شریف هڅې به نتیجې ولري


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ د ولسمشر په ماڼۍ کې د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې دوی [په افغانستان کې د سولې لپاره] د نواز شریف د هڅو مننه کوي او هیله لري چې دا هڅې به پایلې ولري.

افغان ولسمشر حامد کرزي خبري غونډې ته وویل چې ً هیله مو دا ده چې د افغانستان او پاکستان اړیکې داسې یو حد ته ورسېږي چې دواړه هیوادونه په پوره امن او بهترین اقتصادي ماحول کې ژوند وکړي. او دا هغه وخت ممکنه کېدای شي چې افغانستان او پاکستان دواړه له سخت دریځۍ او ترهګرۍ څخه خلاص وي. سخت دریځۍ نه وي ، هم د پاکستان خلک او هم د افغانستان خلک په امن کې ژوند وکړي

ولسمشر حامد کرزي د سولې د بهیر په لړ کې د پاکستاني وزیراعظم د هڅو په اړه زیاته کړه چې ً وزیراعظم [نواز شریف] دا نیت ښودلی او څه موده له مخه یې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړه او هلته څه مولاقاتونه وشو.ً

پاکستاني وزیراعظم نواز شریف نن د افغان ولسمشر په مانۍ (ارګ) کې له ولسمشر حامد کرزي او نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره لیده کاته وکړل.

افغان ولسمشر د دې ملاقاتونو په اړه وویل ً نن مو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ټولو مسایلو په تفصیل خبرې وکړې. هم زما او د وزیراعظم [نوازشریف] په ځانګړي ملاقات کې او هم د پلویو په لیدو کتو کې دا ټولې مسلې بحث شوې چې د سولې بهیر څنګه پر مخ یوسو ، عملي ګامونه څنګه پورته کړو ، امریکا ، پاکستان او افغانستان په ګډه څه ډول همکاري سره وکړي ، او هم داسې پر اقتصادي چارو خبرې وشوې. دواړه غاړې پر دې سلا شوې چې سخت دریځي دواړو ته خطر دی

افغانستان په وار وار ویلي چې د ترهګرو ځالې (مرکزونه) له افغانستانه دباندې دي.ځینې افغان او امریکايي چارواکي داسې هم وايي چې په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پرضد جګړه کوونکي وسله وال ، په خاصه توګه حقاني شبکه په شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې مرکزونه او روزنیز کېمپونه لري.

ولسمشر حامد کرزي دې مرکزونو ته په اشاره کولو وویل ً پر هغو ځالګیو [ د اورپکو پټنځایونه] بحث وشو چې په دې سیمه کې موجود دي. د هغوی پر له منځه وړلو بحث وشو. نو هیله مو دا ده چې دواړه هیوادونه د ترهګرۍ پر ضد په دې هڅه کې بریالي شي او د ترهګرو د ځالو په له منځه وړلو کې بریالي شي. په دې کې شک نشته چې دواړه هیوادونه په ښه هکارۍ کې په دې کې بریالي کېدای شي. ً

په افغانستان کې د سولې او کرارۍ په راوستلو کې د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ د یو شمېر هیوادونو رول هم ډېر مهم بلل کېږي.

ولسمشر کرزي په دې اړه وویل ً تر کومه حده چې د امریکا او نورو ونډه ده نو هغه به موږ [افغانستان او پاکستان] له امریکا څخه غواړو او خبره به ورسره کوو

افغان ولسمشر حامد کرزي د خپلې وینا په پای کې کابل ته د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف د سفر مننه وکړه او دا یې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې مهم وبالی.

هغه وویل ً زه د وزیراعظم [نوازشریف] د ښه نیت او هڅو مننه کوم او هیله لرم چې دا هڅې نتیجې ته ورسېږي او دواړه هیوادونه په امن کې ژوند وکړي

د یادونې وړ ده چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د شنبې په ورځ په یوه ورځني سفر افغانستان ته تللی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ضراراحمد مقبل عثماني د کابل پر هوايي ډګر د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف هرکلی وکړ.

له وزیراعظم نواز شریف سره په پلاوي کې د نورو لوړپړو حکومتي چارواکو تر څنګ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی هم ملګری دی.
XS
SM
MD
LG