د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نواز شریف په پاکستان کې د ولسي واک قوي کول غواړي"


وال سټریټ جرنال په خپل یو راپور کې لیکيـ لیفټننټ جنرل راحیل شریف د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ نوې مشر اوټاکل شو.

وال سټریټ جرنال په خپل یو راپور کې لیکيـ لیفټننټ جنرل راحیل شریف د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ نوې مشر اوټاکل شو.


وزیراعظم نوازشریف د نوموړې د مقررولو لپاره د دوه نورو مشرانو جنرا لانو نه راتیر شو.دې پریکړې ته په دې نظر کتل کیږي چې وزیراعظم په پوځ د ولسي حکومت واک قوي کول غواړي.

کارپوهان او د پوځ چارواکي اووه پنځوس کلن جنرال راحیل شریف د یو معتدل جرنیل په نظر ګوري کوم چې د هند په مقابله کې د هیواد دننه د وسله والو له خوا ـــ راپیښ خطر مهم ګڼي.

نوموړی د پوځ د تربیت د یو څانګې د مشر په حیث د تربیتي نصاب یا مینول ته یو ځل بیا کتنه کړې وه او د دې په بیا جوړولو کې يې د هیواد دننه خطر ته ډېره توجه ورکړې وه.

وال سټریټ جرنال وړاندې لیکي د پوځ د مشر په حیث به جنرال راحیل شریف به د افغانستان نه د امریکه په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتو نه وروستو د راولاړو شوو معاملو د هواري ذمه وار وي.


ځینې پخوانو پوځي چارواکو او کارپوهانو خبردارې ورکړې چې د وزیراعظم نوازشریف له خوا د جنرال راحیل شریف د ټاکلو لپاره د دوو نورو مشرانو جرنیلانو نه تیریدل کیدې شي د پوځ دننه بې قراري پیدا کړي ځکه چې وړاندې نوازشریف ویلي وو چې د پوځ نوي مشر به د میرټ په بنیاد ټاکي.

بل خوا نیویارک ټایمز کې خپره شوي یو مقاله کې راغلي چې د امریکا په مشرۍ د نړۍ د ۵۰ هیوادونو ایتلاف دې ته تیار دی چې د یو داسې جنګ نه وروستو هم په افغانستان کې پاتې شي چې له تیرو دولسو کالونو راهیسې دوام لري امریکا پرې شپږ سوه بلینه ډالره خرڅ کړي دي او ۲۰۰۰ نه ډیر امریکایان په کې وژل شوي دي.ولې بیا هم افغان ولسمشر د دوی په لاره کې خنډان جوړوي.

په مقاله کې لیکل شوي افغان ولسمشر پریکړه کړې چې د امریکا او افغانستان ترمینځ امنیتي تړون به راروان کال د نوموړې نه ورستو غوره شوې ولسمشر لاس لیک کوي.

ولسمشر کرزۍ په داسې حال کې څو نورې غوښتنې کړي دي کله چې امریکا فکر کاوه چې دا لوظنامه سر ته رسیدله ده.
داسې ښکاري چې ولسمشر کرزی دا فکر کوي چې هغه د ګوانتانامو د زندان نه د ټولو افغان بندیانو د خوشي کولو لپاره امریکا مجبوره ولې شي.

ورځپاڼه لیکي بیا هم پکار ده چې امریکايي چارواکي د صبر نه کار واخلي دا به یوه غلطي وي چې یو کس دې په جنوبي ایشیا کې د امریکا د کردار تعین ته پریښودل شي او سره د دې چې اسامه بن لادن وژل شوې دی بیا هم د سخت دریزو ټولګو او القاعده له خوا خطرونه موجود دي.
XS
SM
MD
LG