د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې مشرانو په لېتوانیا کې غونډه وکړه


د اروپايي ټولنې او د دې ټولنې د ختیځو ګاونډیانو مشران پرون په لېتوانیا کې راغونډ شوي وو.


غونډه په وروستۍ شېبه کې د اوکراین د هغې پرېکړې ترسیوري لاندې راغله چې په اروپايي ټولنه کې د ګډون مهم توافق یې رد کړ.

په پام کې ده ولسمشر ویکتوریاناکوویچ، چې ښايي د روسیې د فشار له کبله به یې په دې تړون کې له شاملېدو سره موافقه نه وي کړي د ختیځ د همکارۍ په نوم د دې غونډې له پیل مخکې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره خصوصي کتنه وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په اوکراین کې له اروپايي ټولنه سره د دې هېواد د ګډون په پلوي پراخې مظاهرې روانې دي.

د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل په دې غونډه کې د ګډون لپاره د لیتوانیا پلازمېنې ویلینوس ته له رسېدو وروسته وویل، د اوکراین پرمخ د اروپايي ټولنې دروازې لاهم خلاصې دي:

"موږ دا په څرګنده وایو، اروپايي ټولنه چمتو ده چې اوکراین د خپل ضمني غړي په توګه ومني او د ګډون موافقه یې لاسلیک کړي. زه تمه نلرم چې دا کار به په همدې غونډه کې عملي شي، خو دروازې ورته پرانیستې دي."

د لیتوانیا ولسمشر دالیا ګریباوسکایتې Dalia Grybauskaite چې هېواد یې د اروپايي ټولنې دوره یي مشر او د دې غونډې کوربه دی وویل، اوس په اوکراین پورې اړه لري چې څه وخت به په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب شرایط پوره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG