د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماما قدیر: هر بې درکه بلوڅ راته خپل زوی ښکاري


د ورکو بلوڅانو لپاره د کوټې څخه کراچۍ ته رسیدلي زیاتره لاریون کونکي خپلو کورنو ته تللي دي خو د دغې لاریون مشري ماما قدیر بلوڅ لا هم د کراچۍ پریس کلب مخې ته په احتجاج سر دی.

د ورکو بلوڅانو لپاره د کوټې څخه کراچۍ ته رسیدلي زیاتره لاریون کونکي خپلو کورنو ته تللي دي خو د دغې لاریون مشري ماما قدیر بلوڅ لا هم د کراچۍ پریس کلب مخې ته په احتجاج سر دی.


نوموړې د یاد کلب مخې ته احتجاجي خیمه لګولی ده ، په دې خېمه کې د ماما قدیر ترڅنګ ځینې پټ مخې زنانه ناستې وي چې د هغوي په وینا خپل خپلوان یې بې درکه دي ، د دې سربیره د خېمې ټولو خواو ته د ورکو شویو خلکو عکسونه لګیدلي دي .

د ماما قدیر د خېمې پ مخکې ته هره ورځ ګڼ شمیر خبریالان او د کیمرو خاوندان تیریږي، خو دې خېمې ته څوک توجه نه کوي ، د ماما په خبره هغه په دې برخه کې ګیله او شکایت هم نه لري.

((په بلوچستان کې چې په بلوڅو څه تیریږي د هغې لپاره موږ دا لانګ مارچ وکړو چې خلکو او نړیوالو ته مالومه شي چې هلته کوم ظلمونه روان دي. موږ ویل په دې توګه به دوی ته لږ څه احساس وشي ، موږ دلته راورسیدو او وه مو لیدل چې چا ته هم احساس ونه شو))

د قلات ضلعې په سوراب سېمه کې ۷۳ اویا کاله مخکې پیدا شوي ماما قدیر د کوټې نه تر کراچۍ د لاریون له امله په دواړو پښو کې ژور زخمونه راغلي، هغه وایي د لارې په اوږدو پرې ډېرې سختې تېرې شوي او تردې چې په یو ګاډي درې ځلې د هغه د وهلو کوشش هم شوی دی.

((مخکې هم موږ ډېر تنګ کړی شوي یو ، زموږ په کورونو چاپې لګول شوي دي ، زموږ کېمپونه راسوزول شوي دي ، زه یې تېر کال په همدې کراچۍ کې پورته کړی وم، بیا یې د ملګرو د احتجاج ۴ ګېنټې وروسته راخوشې کړم. په اوسني لاریون کې د ویندر په سېمه کې یو ګا‌ډي درې ځل زما د وهلو کوشش وکړو خو ما ټوپ ووهلو او قدرت بچ کړم، موږ سره سیکورټۍ وه خو په دغه ورځ زموږ نه سیکورټۍ هم اخیستل شوې وه))

د ماما قدیر زلمی زوي جلیل ریګي د نامالومه کسانو لخوا په کال ۲۰۰۹ کې تښتول شوی و، بیا په نومبر ۲۰۱۱ کال کې د هغه خراب شوی مړی وموندل شو، ماما قدیر وایي هر بې درکه بلوچ ورته د خپل زوي جلیل په څېر ښکاري او د ټولو ورکو خلکو تر پیدا کیدو به دی خپل احتجاج جاري ساتي.

((چې ترڅو پورې زه ژوندی یم ، او یو بلوڅ هم بې درکه وي زه به د هغوي د راخوشې کولو لپاره احتجاج کوم . زما ژوند د ورکو خلکو د خوشې کولو په اړه احتجاج ته وقف دی))

ماما قدیر بلوچ د سکول د زمانې راهیسې په عملي سیاست کې برخه لري . هغه په نیپ (این ای پي) کې هم پاتې شوی دی او په دې وخت کې یې زندانونه او وهل ټکول هم خوړلي دي، نوموړی د تېرو څلور کلونو راهیسې د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو په موخه په احتجاج سر دی ، د هغه سره په دې احتجاجي کېمپ کې ځینې وخت یو څو زنانه او ځوانان هم ملګري په نظر راځي خو زیاتره وخت په دغې

XS
SM
MD
LG