د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له جنرال راحیله د همکارۍ هیله لري


امریکا وايي د پاکستان د پوځ د نوي سرلښکر جنرال راحیل شریف سره د همکارۍ هیله لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي په دې اړه مشال راډیو ته داسې وویل :


((موږ له جنرال کیاني سره ، د پوځ د دې لوی منصب کار پر مهال په یو لړ مسایلو ، له نږدې کار وکړ ، تاسو پوهېږئ چې هغه روان دی ، نو موږ د هغه له ځای نیونکي کس سره همکارۍ ته سترګې په لاره یو . ))

د پاکستان پوځ مشر په حیث پنجشنبه د جنرال پروېز کیاني وروستۍ ورځ ده ، او له جمعې به دا څوکۍ جنرال راحیل شریف سمبالوي.

کیاني شپږ کاله د پاکستان د پوځ مشري وکړه او دغه موده، د مخې ته راغلو پېښو له امله حساسه ګڼل کېده.

د پاکستان د سرکاري راډیو د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین جنرال راحیل شریف د پاکستان د پوځ د سرلښکر او جنرال راشد محمود د ګډو ځواکونو د مشرانو کمېټۍ مشر په توګه ، د وزیر اعظم نوازشریف په سپارښتنه ټاکلي دي.

جنرال راحیل شریف به د پاکستان په تاریخ کې ۱۵م سر لښکر وي.
XS
SM
MD
LG