د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا او غزني ولایتونو کې ۱۵وسله والو وژل شوي

افغان چارواکي وايي، چې د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ په لواړه کې په یوه غونډه کې د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ اختلاف پیدا شوی او د دواړو ډلو تر منځ جګړه شوې ده، چې د دواړو لورو له خوا ۱۵ وسلوال وژل شوي او د دوی شپږ عرادې ګاډي هم سوځیدلي دي.

همدارنګه د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو په ګډو عملیاتو کې څلور وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د تندر قول اردو له خوا مشال راډیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي:

((یو شمېر افغاني او پاکستاني طالبانو د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د لواړه په سیمه کې په یوه غونډه کې سره راټول شوی وو، د خپل منځي مخالفت له کبله دواړو ډلو جګړه کړې ده، په پایله کې د دواړو ډلو ۱۵ تنه وژل شوي دي او دری عرادې موټرونه یې سوځیدلي دي.

همداراز د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې پلی لواء منسوبینو د ملي پولیسو سره ګډ د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د محمد عمر په سیمه کې عملیات کړي، په ترڅ کې یې څلور تنه وسله وال مخالفین وژلي او شپږ تنه یې ټپیان کړي دي.))

د یادولو وړده چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
XS
SM
MD
LG