د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارمینیا وایي، له ۲۰۱۴ وروسته هم ځواکونه يې په افغانستان کې پاتي کيږي



د ارمینیا دفاع وزير وايي، سوله ساتي ځواکونه يې چمتو دي چې، له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هيواد کې د روزونکو په توګه پاتې شي.


سيران اوهانيان وويل، د دې پروګرام په اړه يې رسماً ليکونه لېږلي او د دوی ځواکونه کولی شي چې؛ د افغان امنيتي ځواکونو او مدني ټولنې د ظرفيتونو له لوړولو سره مرسته وکړي.

اوهانيان خبريالانو ته وويل چې، يو شمېر ارمني پوځيانو لېوالتيا ښودلې چې؛ په افغانستان کې خدمت ته دوام ورکړي.

ارمینیا له ۲۰۱۰ ميلادي کال راهيسې د افغانستان په سوله ساتي ماموريت کې ګډون کړي.

ارمني پوځيان، چې شمېر يې ۱۲۶ تنه دي، د افغانستان په شمال کې د جرمني پوځيانو ترقوماندې لاندې فعاليت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG