د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستره محکمه: ایا د پاکستان وزیراعظم د ورکو بلوڅانو د کورنیو درد نه محسوسوي؟


کراچۍ - د بې درکه خلکو په اړه د کیس اوریدنه د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ د سترې محکمې په کراچۍ څانګه کې وشوه.


د سپریم کورټ مشر قاضي افتخار محمد چودري په مشرۍ کې د قاضیانو څلور کسیزې جرګګۍ د دې اورېدنې پر مهال د پاکستان د دفاع نوی ټاکل شوی وزیر خواجه اصف هم عدالت ته وربللی وو.

د یاد کېس د اورېدنې پر وخت د سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چودري وویل، له کوټې څخه د ورکو خلکو خپل خپلوان تر کراچۍ په پښو ورغلي دي، آیا وزیراعظم او دفاع وزیر د دغو خلکو د درد احساس نه لري؟

هغه وویل: ((هر چا ته مالومه ده چې له بلوچستانه ورک شوي کسان د اېف سي سرتیرو اوچت کړي دي. د بې درکه کسانو محکمې ته د نه حاضرولو لپاره حکومت ته نور وخت نه ورکوو.))

نوموړي سبا د جمعې په ورځ د بلوچستان د اېف سي ځواکونو مشر او د دې ترڅنګ د بې درکه کسانو په عدالت کې د حاضرېدو حکم کړیدی.

د دفاع وزیر خواجه اصف تر اورېدنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل د بې درکه کسانو ستونزې حل کول د ده ذمه واري ده او دا چې په دې لړ کې هغوی د ځینو بې درکه کسانو پته هم لګولې ده:

((دا زموږ لویه لاسته راوړنه ده چې زموږ د حکومت په څلورو میاشتو کې موږ د ۷۳۸ ورکو خلکو پته لګولې ده چې هغوی چرته دی او په کومو ځایونو کې بند دي. د نورو ورکو خلکو په اړه هم موږ مالومات راټولوو او موږ به دا مسله په کالونو او میاشتو کې نه بلکې په راتلو یو څو هفتو کې حل کړو.))

یاده دې وي تر دې مخکې د دفاع وزارت د لومړي وزیر نوازشریف په لاس کې وو، د سترې محکمې له لوري د ورکو ۳۵ کسانو په محکمه کې د نه وړاندې کولو په صورت کې پخپله ددفاع وزیر په محکمه کې د حاضرېدو تر امر وروسته د چارشنبې پر ورځ یاد وزارت د اوبو او بجلۍ مرکزي وزیر خواجه اصف ته سپارل شوی دی.

په دې ورستیو له کوټې څخه تر کراچۍ د ورکو خلکو د خوشې کولو په موخه د لاریون کوونکو مشر ماما قدیر بلوڅ وایي، د سپریم کورټ له خوا چې د کومو ۳۵ کسانو محکمې ته د حاضرېدو حکم شوی دی، په هغوی کې د بې درکه بلوڅو کسانو نومونه نشته:

((موږ مالومات کړي دي ، په دې ۳۵ کسانو کې له خېبر پښتونخوا، سېند او پنجاب څخه بې درکه شوي کسان شامل دي په دوی کې د ورکو بلوڅانو نومونه نشته.))

ماما قدیر بلوڅ ویل هغوی له تېرو څلورو کالونو راهیسې د ورکو خلکو د خوشې کولو او یا هم د هغوی عدالتونو ته د وړاندې کولو په موخه احتجاج کوي او اوس دوی له هرې ادارې ناامیده شوي دي:

((موږ نه له سپریم کورټه امید لرو، نه له [استخباراتي] اېجنسیانو او نه له حکومته، ځکه چې دوی زموږ ملزمان دي او دوی بلوڅان اوچتوي او هغوی وژني. هو، له دې دا یوه ګټه وشوه چې مخکې دې ادارو نه منله، اوس سپریم کورټ پخپله ومنله چې بلوڅان آی اېس آی، اېم آی، اېف سي او نورو اوچت کړي دي.))

ماما قدیر له بلوچستانه د بلوڅو و ورکېدنې تور پر استخباراتي ادارو لګوي خو حکومت او اېف سي زیاتره وخت دا ډول تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG