د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې کروندګر سپر او حفاظتي بندونه غواړي


له سدې ښاره قریبا ۵ کلومیټره لرې د نور غورځېدو په طرف په کوچۍ سیمه کې اکثره خلکو ژوند په کرکروندو ولاړ دی.

طارق اورکزی مشال راډيو

په کورمه ایجنسۍ کې کروندګر وايي، د خوړ اوبه او سیلابونو له ممکنه زیانه د ژغورنې لپاره په حکومتي کچه تر اوسه هېڅ ګامونه نه دي اخیستل شوي.


کرونده ګرانو په خبره چې د کورمې خوړ پر غاړه د دوی په سلګونو ایکړه ځمکه د سیلابونو په وجه متاثره شوې دي.

د سیمې یو کروند ګر امیرالله مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د ځمکو حفاظت لپاره بندونه نشته نوځکه دغه زیانونه دوی ته ورسیدل:

''زموږ ځمکې اوبو وړې او حکومت غم نه کوي، صرف راشي او موږ ته ووايي چې د دې حفاظت لپاره به بوړې واچوي خو بیا د حکومت هېڅ پته ونه لګیږي ''

له سدې ښاره قریبا ۵ کلومیټره لرې د نور غورځېدو په طرف په کوچۍ سیمه کې اکثره خلکو ژوند په کرکروندو ولاړ دی.

د سیمې یو بل کروند ګر جمیل له حکومته غوښتنه کوي چې د کورمې خوړ پر دواړو غاړه دې اوبو ته زر تر زره بندونه جوړ کړي ګنې بیا به دوی ته ستونزې جوړې شي:

''په سیمه کې د اوبو لپاره بند تړل شوی خو ۲۰۰۷ کال کې سیلاب راغلو او بند یې تباه کړو. اوس موږ له حکومته دا غواړو چې یو ځل بیا دې اوبو لپاره بند وتړي چې موږ ځمکې او کورونه بچ پاته شي''

په سیمه کې کروندګرانو ته یو څو ځله د سیلابونو په وجه زیان رسېدلو باوجود د حکومت لخوا هېڅ ګام نه اخستو په اړه د کورمې ایجنسۍ پلانینګ افسر مفتح الله مسود وايي چې له دوی سره دومره وسایل نشته چې د کورمې خوړ پر دواړو غاړو بندونه جوړ کړی:

'' په ۲۰۰۷ کال کې د سیلابونو په وجه ډیر زیانونه ورسېدل خو بیا هم موږ ځای پر ځای بندونه جوړ کړل خو چونکې د خرلاچې نه واخله د کورمې تر اخرې پوله پورې دغه ۷۲ کلومیټره فاصله ده نو موږ ته دومره فنډ نه راځې چې په دې غټه علاقه کې ځای پر ځای بندونه جوړ کړو''

ایجنسی پلانینګ افسر وویل چې په کوچۍ سیمه کې سیلابونو او د خوړ اوبو نه د بچاو لپاره په دې سیمه کې بندونو جوړالو لپاره د پولئټیکل انتظامۍ لخوا تیاریانې نیول شوې دي او زیاتوي چې په دې اړه چې کوم ریپورټ تیار شوی دی، هغه به موږ د قدراتي افتونو سره د مبارزې قبایلي ادارې یا ایف ډي ایم اې سره هم شریکه وه چې د دې لپاره زر تر زره د فنډ انتظام وشي او په سیمه کې بندونه جوړ کړل شي چې کروند ګر له نوره زیانه بچ پاتې شي
XS
SM
MD
LG