د لاسرسي ځای

''تحریک انصاف ښکاره بدمعاشي کوي''


د تحریک انصاف مشر عمران خان

د تحریک انصاف مشر عمران خان

ډان ورځپاڼي ته د پېښور يونيورسټۍ د نړيوالو اړيکو د څانګي مشر ډاکټر اعجاز خټک ويلي، ده ته داسې ښکاري چې تحريک انصاف د مقبوله جذباتي نعرو وهلو پرته رښتونی سوچ نه کوي.

د پاکستان د انګریزي ژبې ورځپاڼه ډان په خپل يو رپورټ کې وايې چې د پښتونخوا واکمن ګوند تحريک انصاف په حکومت کې تر راتلو وروسته هم د صوبې د اصل ستونزو هوارولو پر ځای له جذباتي او مقبولو سياسي ناره بازيو څخه کار اخلي.


ورځپاڼې ته کارپوهانو ويلي چې تحريک انصاف د خلکو د مسئلو هوارولو صلاحيت نه لري نو ځکه په جذباتي نعرو خپل مقبوليت پر ځای ساتل غواړي.

د پاکستان د ډاڼ ورځپاڼې دا رپورټ خبريال انتخاب امير جوړکړی دی. رپورټ وايي، تحريک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واک ترلاسه کړی خو لا هم له هغو مقبولو او جذباتي نعرو نه دی راوتلی چې تر انتخاباتو له مخه يې وهلې.

ر پورټ وايې، د تحريک انصاف حکومت زيات زور پر داسې مسئلو لکه ډرون او د ناټو لپاره سامان وړونکو لاريو باندې د لارو پر تړلو ورکوي چې په اصل کې يې تعلق د هيواد له خارجه پاليسۍ سره دی چې جوړول يې د مرکزي حکومت کار دی .

رپورټ پر مخ ليکي چې د تحريک انصاف د دې سوچ له وجې د خېبر پښتونخوا خپلې اصلي او رښتونې مسئلې له پامه غورځول شوې دي.

د ډان ورځپاڼي رپورټ زياتوي د خيبر پښتونخوا اصلي مسئلې زياتيدونکې بې رزګاري، د امن و امان خرابېدونکی حالت، ګراني، کمزورې بنيادي ډهانچه او خلکو ته د صحت او تعليم تر څنګ نور ولسي خدمتونه رسول دي.

خو د پېښور يونيورسټۍ د سياسياتو څانګي مشر پروفيسر ډاکټر اې زېډ هلالي ډاڼ ورځپاڼي ته ويلي د نورو پارټيانو په شان تحريک انصاف هم د خلکو اصلي مسئلې له پامه غورځولې دي.

ورځپاڼي ته د پېښور يونيورسټۍ د نړيوالو اړيکو د څانګي مشر ډاکټر اعجاز خټک ويلي، ده ته داسې ښکاري چې تحريک انصاف د مقبوله جذباتي نعرو وهلو پرته رښتونی سوچ نه کوي.

ډاکټر اعجاز خټک زياتوي، تحريک انصاف د کرپشن ختمولو، خلکو ته د بهتره ولسي خدمتونو رسولو او امن بيرته بحالولو د وعدو پر بنياد په واک کې راغلی وو خو د نوموړي په خبره د حکومت ترلاسه کولو وروسته تحريک انصاف ته دا احساس وشو چې دوی دغه کارونه نشي کولی نو اوس پر داسې مسئلو زور اچوي چې هغه له سره د صوبايې حکومت په اختيار کې نه راځي.

ډاکټر اې زېډ هلالي بيا د ډرون بريدونو په اړه ډاڼ ورځپاڼې ته ويلي تحريک انصاف چې د ډرون حملو په اړه کوم سوچ لري هغه د طالبانو يوه زړه غوښتنه ده او دې ګوند اوس د طالبانو موقف خپل کړی دی.

نوموړی زياتوي تحريک انصاف د طالبانو دريځ جائز ګرځولی دی او هم دا ګوند د طالبانو پخوانی مشر حکيم الله مسيد چې په زرګونه کسان يې وژلی وو شهيد ګرځولی دی.

دده په خبره حکیم الله مسيد شهيد ګرځول د هغو خلکو قربانياني تر سوال لاندې راولي چې د وطن د حفاظت لپاره يې ځانونه قربان کړي دي. د ډاکټر اې زېډ هلالي په خبره د داسې موقف په خپلولو سره تحريک انصاف ښکاره بدمعاشي ته لاس اچولی دی
XS
SM
MD
LG