د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پښتونخواحکومت د ناټو رسد وړونکو ګاړو ته تحفظ نه شي ورکولی”


په پښتونخوا کې نن د چارشنبې پر ورځ پر څلورمه ورځ هم د ناټو ګاړو ایسارولو لپاره ځای پر ځای ناکې لګول شوی دي.


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي چې موجوده حالاتو کې د پښتونخوا حکومت د ناټو رسد وړونکو ګاړو ته تحفظ نه شي ورکولی او د پښتونخوا وزیر اعلا پرویز خټک وزیر اعظم نواز شریف د دې موجوده صورتحال پحقله یو خط هم استولی دی، چې په کې یې د ټول ګوندیزې غونډې په رنګ د یوې غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

د وزیر اعلی ویاند شیر پراچه مشال راډیو ته په دې اړه وویل:
پاکستان تحریک انصاف او د دوی پلوي ګوندونه د ډرون الوتکو پر وړاندې د احتجاج په توګه لارې بندوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG