د امریکا د ملي امنیت سلا کاره وایی له ولسمشرکرزي سره د خبرو نتیجه یې خواشینوونکې وه.
سوزان رایس وویل وروسته له هغې چې ولسمشر کرزي له دې سره په لیدنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند لاسلیکول ونه منل دا متاثره شوې ده.
میرمن رایس د درې ورځني سفر په هدف افغانستان ته راغلې او د دوشنبې په ماښام یې په ارګ کې له ولسمشر کرزی سره ولیدل.
خو ولسمشر حامد کرزي مشال راډیو ته په یوه مرکه کې وویل: که امریکا د ده دوه غوښتنې ومني، دغه سند به لاس لیک کړي، افغان کورونو باندې دې امریکايي ځواکونه چاپې نه وهي او دامن یوه حقیقي پروسه دې پیل کړي.
کرزي وویل: له میرمن رایس نه یې باور ترلاسه کړی چې امریکا به په انتخاباتو کې مداخله نه کوي، او غواړي چې انتخابات په خپل وخت او شفاف ترسره شي.