د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایانو راته ویل چې طالبان یې دښمنان نه دي. کرزی


له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ازادۍ راډيو د جنوب لویديځې اسيا مشر اکبر ايازي مرکه
له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ازادۍ راډيو د جنوب لویديځې اسيا مشر اکبر ايازي مرکه

افغان ولسمشرله مشال راډیو سره په مرکه کې په دې ټینګار وکړ چې؛ که امریکا وغواړي افغانستان ته ډېر ژر سوله او امنیت راتلی شي.

افغان ولسمشر حامد کرزى وايي د ٢٠١٣م کال تر پاى مخکې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي سند لاسليکول د امريکا غوښتنه ده او د امريکا پر غوښتنه سند نه شي لاسليکولای.


ښاغلي کرزي تر مشورتي لويې جرګې وروسته په خپله لومړۍ مرکه کې چې د ازادې اروپا راډيو د مشال او ازادۍ څانګې له مشر اکبر آیازي سره يې کړې، وويل دغه تړون د افغانستان لپاره مهم دى، خو د لاسليکولو لپاره يې د افغانستان شرط دا دى چې د افغانانو د کورونو تلاشي دې ودرول شي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


ولسمشر حامد کرزى وايي په خپله ټوله کاري دوره کې يې هڅه کړې سولې او امن ته کار وکړي چې په دې لار کې يې مهمې قربانۍ هم ورکړي دي.

افغان ولسمشروایي، په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه چې ده له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره یوشرط ایښی و؛ امریکایي چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې؛ په دغو انتخاباتو کې به مداخله نه کوي؛ خو ترهغو چې یې نور شرطونه نه وي پوره شوي؛ تړون به لاسلیک نه کړي.

ولسمشرحامد کرزی وايي؛ چې تړون باید د سږني میلادي کال تر پایه لاسلیک شي او دا د امریکا شرط دی نه د دوی.

"موږ د تړون لاسلیکولو لپاره د افغانستان د خلکو پر کورنو د حملو پای ته رسول او د امن بهیر د عملي پیلیدو شرطونه ایښې دي. امریکایان دې زموږ دوه شرطونه پوره کړي؛ موږ د تړون لاسلیک ته تیار یو اوکله چې مو دغه دوه شرطونه پوره شول؛ نو تړون د افغانستان په ګټه دی."

افغان ولسمشرله مشال راډیو سره په مرکه کې په دې ټینګار وکړ چې؛ که امریکا وغواړي افغانستان ته ډېر ژر سوله او امنیت راتلی شي.

کرزي په افغانستان کې د نړۍ لویې ګټې د سولې اصلي دښمن وبللې او ویې ویل، د همدغو ګټو په خاطر افغان ملت له دېرشو کلونو راهیسې کړیږي.

کرزي د مشال راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې کوم هېواد یا هیوادونه په افغانستان کې د سولې د هڅو ضد دي؟ وویل:

"زه پوهیږم چې زموږ د سولې د پروسې پر وړاندې څوک خنډ دي؛ هغه امریکا او پاکستان دي. امریکا که له موږ څخه امنیتي قرارداد غواړي؛ په سوله کې له موږ سره همکاره شي. په هغه صورت کې موږ د امریکا حضور په افغانستان کې د خپل هیواد په خیر بولو.

د سولې په نشتوالي کې له امریکا سره امنیتي تړون په دې مانا چې د افغانستان یوشمېر ولایتونه او ولسوالۍ به چې خلک یې له دغه قرارداد سره مخالف دي؛ طالبانو ته مخه کړي او طالبان به هلته واک ولري او موږ دلته په کابل او د افغانستان پر نورو سیمو، په دې صورت کې به افغانستان عملاً دوه حکومتونه لري چې؛ دا به د افغانستان لپاره خطرناک او بربادونکې وي او هیڅکله به هم دې کارته اجازه ورنه کړو."


افغان ولسمشر وویل، امریکا تراوسه د ملګروملتونو په اجازه په افغانستان کې حضور درلود او کله چې افغانستان ورسره امنیتي تړون لاسلیک کوي؛ د ښو او بدو مسوولیت به یې د افغانستان د دولت په غاړه وي او همدا علت دی چې، امریکا باید د افغانستان شرایط ومني.

مشورتي لویې جرګې له څلورو ورځو بحثونو وروسته له امریکا سره د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون ملاتړ وکړ او له افغان ولسمشر څخه یې وغوښتل چې، دغه تړون د روان میلادي کال ترپای ته رسېدو مخکې لاسلیک کړي
XS
SM
MD
LG