د لاسرسي ځای

د افغانستان د اوسنيو ادبياتو اتم ملي جشن د نومبر په ۲۷ مه نيته په جلال اباد کې پيل شو او تر ۲۸ مې نيټې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان د اوسنيو ادبياتو اتم ملي جشن د نومبر په ۲۷ مه نيته په جلال اباد کې پيل شو او تر ۲۸ مې نيټې پورې به دوام وکړي.


دغه جشن د ادبياتو او سولې په نوم سره ياد شوی چې د کابل په ګډون د افغانستان له بيلابيلو ولايتونو څخه ورته د بيلابيلو ژبو ليکوال او شاعران راغلي چې د اوسني عصر له ضرورت سره سمې مقالې به له اوريدلو وروسته تر بحث لاندې نيول کيږي. او تر څنګ به يې هنري او تفريحي پروګرامونه هم وړاندې شي.

د اوسني ادبياتو او سولې د دغه جشن تابيا په کابل کې د المان فرهنګي مرکز يا ګويته انستيتيوت کړې چې د دغه هيواد په کچه نوموتو شاعرانو، ليکوالو او اديبانو په کې ګډون کړی او خپل نظريات به د مقالو او ويناوو له لارې سره شريکوي.

د ګويته انستيتيوت د فرهنګي چارو مسوول ابراهيم هوتک د دغه جشن د پرانستې پر مهال وويل:

(( موږ په همدې بحث کوو چې زموږ افغاني ادبيات فارسي پښتو او نورو د سولې د راتګ لپاره څه کړي دي، څومره سوله ييز پيغام لري او څه کولای شي چې دا پيغام نور هم قوي کړو. نو د دوه ورځو په لړ کې به موږ دلته بيلابيلې مقالې اورو او بحثونه به وي، پريکړه ليک به صادريږي، د دې تر څنګ موږ يو نندارتون لرو چې هغه د ارباب صيب د هغو انځورونو دی چې د افغانستان د نامتو شاعرانو اديبانو پورتريتونه يې نقاشي کړي د شپې له طرفه هم پروګرامونه لرو، دلته به مشاعره وي او په اخر ماښام به دلته د ټنګ ټکور موسيقي ولرو))

د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودين د ولسمشر حامد کرزي د پيغام د لوستو تر څنګ په خپلو خبرو کې وويل چې د شاعر او ليکوالو غږ د سولې په راوستو ډيره مرسته کولای شي.

(( همدا صلحه ده چې د نورو فرصتونو تر څنګ شاعر، اديب او فرهنګيانو ته دا زمينه برابروي چې څنګه وکولای چې شاعر خپل خوږ غږ، خپل داعي اواز خپلو هغو ملتونو ته ورسوي چې د ذهن روښنايي نه لري، د شاعر لهجه او سليقه ډيره خوږه ده، د ليکوالو منظوم کلامونه د دعوت لپاره ډيره احسنه او اسانه طريقه ده او د امن په راوستو کې شاعران ډير رول لوبولی شي.))

د افغانستان د راډيو ټلويزيون لوی ريس زرين انځور وايي چې د ادبياتو د ودې او پراختيا لپاره دغه شان سيمينارونه لارې چارې برابروي.

(( په بنيادي ډول دغسې سيمينارونو ته په ادبياتو کې سړي د بدلون په سترګه ونه ګوري خو ي، عمده ارزښت يې په دې کې دی چې ليکوال سره له نيږدې نه ګوري، ليکوال يو بل سره پيژني، يو د بل له اثارو نه خبريږي، يو د بل له ستونزو نه خبريږي، ممکنه ده چې سوژی سره شريکي کړي، د ادبياتو لپاره همدغسې مناسبتونه د ودې لارې برابروي.))

ليکوال او منتقيد استاد نجيب منلی په دې باور دی چې ددغه شان لويې غونډې په ټولنه مثبت اثر پريباسي.

(( تيرې اوه جنشوارې همدغه ډول وې او ډيرې لاسته راوړنې يې درلودلې، دوه کاله مخکې جشنواره د ماشوم ادبياتو ته وقف شوې وه، له هغې نه وروسته د ماشوم ادبيات په افغانستان کې وغوړيدل. تير کال د ښځو په ادبياتو باندې خبرې وشوې او سږنۍ جنشواره د سولې په باره کې ده، سوله او ادب، دا اميد به يو څه غټ وي چې سړی له دابياتو نه دا تقاضا وکړي چې سوله راولي، مګر خدای دې وکړي چې که ادب سوله نه شي راوستی، نو سوله ادب راولي. او په دې هيواد کې موږ په سوله ييزه فضا کې موږ په دابي پنځونو باندې خبرې وکړو او د نړۍ له ادبياتو سره يو ځای شو.))

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مشر عبدالفغور ليوال بيا وايي چې کومه ټولنه چې تاو تريخوالي ځپلي وي، هلته ادبيات او هنرونه مرسته کولاي شي چې ټولنه له بدبختيو څخه راوباسي.

(( هيله ده چې دغه غونډه چې څنګه د ادبيات او سولې په نامه ياده شوې ده، وکړای شي، زموږ ادبي بهير او زموږ هنري بهير دغه مهم او اساسي مکلفيت او تعهد ته متوجه کړي، څو زموږ ځوان نسل په دې وپولای شي چې څومره لوی رسالت په هنر او ادبياتو کې د دوی تر مخې پروت دی. نورو ټولنو هم چې د پرله پسې بحران او جګړو په ترڅ کې له خشونت سره رالوی شوي او د يوه ډول تاوتريخوالي په مقابل کې يې معافيت تر لاسه کړی، هنرونو او ادبياتو هلته مرسته کړې.))

په دغه جشن کې به پر مقالو، بحثونو او د کتابونو د نندارتون تر څنګ ځينې تفريحي پروګرامونه لکه ستيج ډرامه، هنري فلم، مشاعره، انځوريز نندارتون او موسيقۍ ته هم ځای ورکړل شوی.
ګويته انستيتيوت هر کال د افغانستان په يوه ولايت کې ورته ادبي جنشونونه جوړوي چې په تيرو کلونو کې يې په هرات، کابل، ننګرهار او مزار شريف کې ادبي جشنونه جوړ کړي ول.
XS
SM
MD
LG