د لاسرسي ځای

م.م: د سوریا کړکیچ په عراق کې فرقه یې تشدد پراخوي


د عراق لپاره د ملګرو ملتونو استازی وايي، په ګاونډي سوریا کې شخړه په عراق کې ترهګري او فرقه ییز کړکېچ پراخوي.


نېکولای ملادېنوف پرون د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا ته وویل، د سوریا شخړې هواری او د سختدریځۍ ضد یوې سیمه ییزې تګلارې جوړول په عراق کې ((د ثبات لپاره ډېر مهم)) دي.

نوموړي وویل، له شامه دوه لاکه کډوال عراق ته ورغلي دي او زیاتره یې په کوردستان سیمه کې مېشت دي.

ده زیاته کړه چې وسله وال سختدریځي په عراق کې د امنیت له خرابېدونکې وضعې او د عراقي سیاستوالانو تر منځ د خبرو په ټپه له درېدلو ګټه اخلي.

د ده په خبره، دا سختدریځي په عراق کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پیدا کولو هڅې کوي.
XS
SM
MD
LG